د کابل په پوځي اکاډمۍ په برید کې امریکايي تورن جنرال ووژل شو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ملي اردو په جامه کې برید کوونکې په پوځي اکاډمۍ کې په افغان او بهرنیو افسرانو په برید کې د یو تن امریکايي تورن جنرال په ګډون دوه تنه امریکايي پوځیان مړه او د یو تن الماني جنرال په ګډون ۱۴ تنه نور افسران ټپیان کړل.

80717

د یادولو وړ ده چې  دا  لومړی  ځل دی چې په کابل کې  یو تن امریکايي جنرال وژل کیږي. 

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي  په کابل کې په  پوځي اکادمۍ کې په کورنیو او بهرنیو افسرانو برید په کلکو ټکو وغنده. ولسمشر کرزي وویل دا برید د هیواد د دښمنانو کار وباله. 

پيوندونه:

اړوند خبرونه