د ولسمشر کرزي د کاکا زوی په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو

73546
د ولسمشر کرزي د کاکا زوی په یو ځانمرګي برید کې  ووژل شو

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د کاکا زوی او د قندهار قومي مشر حشمت خلیل کرزی نن په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د قندهار والي وویل چې حشمت خلیل کرزی نن په خپل کور کې د اختر مبارکۍ په پلمه د ورغلي یو ځانمرګي بریدګر لخوا د روغ بړ پرمهال په چاودنه کې ووژل شو.
د یادولو وړ ده چې حشمت خلیل کرزی په قندهار کې مخوره څیره او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اشرف غني احمد زي کلک ملاتړی وو.
د قندهار د والي ویاند وویل چې برید کوونکي په ډیر ځانګړي مهارت سره په ځان کې چاودیدونکي توکي ځای په ځای کړي وو.
نوموړي زیاته کړه چې برید کوونکي د حشمت خلیل کرزي سره د اختر د مبارکۍ پر مهال د ځان پورې تړلي چاودونکي توکي وچول .
د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه نده اخیستې.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولي کرزی هم د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې ژوند د لاسه ورکړی وو.
دا د ولسمشر کرزي د کورنۍ دویم پیاړوې او نامتو څیره ده چې په ځانمرګیو بریدونو کې وژل کیږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه