افغانستان پاکستان په هیواد کې د ترهګرۍ نه په ملاتړ تور کړ

68447
 افغانستان  پاکستان په هیواد کې د ترهګرۍ نه په ملاتړ تور کړ

د افغانستان د ملي امنیت ادارې یو ځل بیا پاکستان په افغانستان کې د ترهګرۍ نه په ملاتړ تورن کړ.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې ترسره شوي وروستي بریدونه په پاکستان کې پلان شوي وو.
نوموړي پاکستان په افغانستان کې د ورانکارانه بریدونو او ترهګرو نه په ملاتړ تورن کړ.
نوموړي وویل چې دا بریدونه د پاکستان د نظامي استخباراتو د ادارې isi لخوا طرحه او پلان شوي وو.
صدیقي زیاته کړه چې د پاکستان پوځ په ښکاره توګه د حقاني شبکې نه ملاتړ کوي چې د همدې امله روان عملیات يي هم بریالي ندي.
نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو د پیلولو نه وړاندې د حقاني د شبکې غړي باامنو سیمو ته واستول .
د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل ندی چې افغانستان پاکستان د طالبانو او ترهګرو نه په ملاتړ تورونوي خو پاکستان بیا دا ادعا ګانې ردي.
د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ویاند دا څرګندونې هله وکړې چې نن د افغانستان په شمال کې د قندوز په ولایت کې په یو برید کې یو تن پولیس مړ او درې تنه نور ټپیان شول.
د قندور د پولیسو ویاند سرور حسیني خبري رسنیو ته وویل چې یو تن برید کوونکی چې پیاده وو د قندوز ولایت د چار درې د ولسوالۍ د پولیسو په مشر برید وکړ.


پيوندونه:

اړوند خبرونه