د کابل په هوايي ډګر  راکټي بریدونه وشول

115932
د کابل په هوايي ډګر  راکټي بریدونه وشول

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  په هوايي ډګر  راکټي بریدونه وشول

په لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي دي چې په نوموړو بریدونو کې د هوايي ډګر په دوو انګارونو کې  اورلګیدنه  پيل شوې ده.

د بله پلوه  طالبانو  ویاند  ذبیح الله مجاهد  د بریدونو مسولیت منلی او ادعا کړې چې  په هوايي ډګر  د دریو راکټي بریدونو  په لړ کې افغان ځواکونو  ته  مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. 

خو  افغان چارواکیو بیا د ځاني زیانونو خبر رد کړی او ویلي دي چې  په بریدونو کې هوايي ډګر  یوې برخې ته مالي زیان اوښتی دی.



پيوندونه:

اړوند خبرونه