په کابل کې د ځانمرګي برید له امله ۸ تنه مړه او ۱۳ تنه ټپیان شول

114329
په کابل کې د ځانمرګي برید له امله  ۸ تنه مړه او ۱۳ تنه ټپیان شول

د افغانستان په پلازمینه کابل کې نن د سهار په ساعتونو کې د ملي اردو د افسرانو په موټر په ترسره شوي ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۸ تنو افسرانو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل چې پیښه د سهار په ۶ بجو او ۵۰ دقیقو د پلازمینې کابل د کارته سخې په سیمه کې رامنځته شوه .
د جنرال عظیمي په وینا نن د سهار په ۶ بجو او ۵۰ دقیقو ځانمرګي برید کوونکي د هیواد د هوايي ځواکونو د افسرانو د عملې په موټر برید وکړ چې په پایله کې ۸ تنو افسرانو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي .
د عظیمي په وینا ټپیان د سردار محمد داوود خان په عسکري روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه