د افغانستان په شمال کې سیلابونو په لسګونو تنه وژلي

85781
د افغانستان په شمال کې سیلابونو په لسګونو تنه وژلي

د افغانستان په شمال کې د سیلابونو په پایله کې ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د بغلان د ګذرګاه نور د ولسوالۍ د امنیې قومندان فضل الرحمان خبري رسنیو ته ویلي دي چې په یاده شوې ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی چې تر اوسه پورې د ۵۴ تنو مړي موندل شوي او یو زیات شمیر نور لا درکه دي. نومووړي ویلي دي چې سیلابونو په سلګونه کورونه ویجاړ کړي دي چې له امله يي په زرګونو تنه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي .
د فضل الرحمان په وینا کې په مړو کې ډیری ښځې او ماشومان دي . نوموړي وویل کیدای شي چې د مړو شمیره سلو تنو ته ورسیږي.
فضل الرحمان وویل چې سیمه بیړنیو مرستو ته اړتیا لري . په زرګونو تنه بې کوره شوي دي چې هیڅډول سرپنا هم نلري.
د یادولو وړ ده چې ګذرګاه نور ولسوالي د بغلان د مرکز پلخمري په ۱۴۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري. د بله پلوه د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت هم ویلي دي چې په سیمه کې د پلټنې چارې دوام لري. همداشان د سیمې خلک هم د خپلو او خپلوانو د موندولو هڅه کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه