د افغانستان په ختیځ کې د ناټو سرتیری ووژل شو
83801
د افغانستان په ختیځ کې د ناټو د یو تن سرتیري د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
په افغانستان د ناټو میشتو ځواکونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تیره ورځ د هیواد په ختیځ کې د طالبانو په برید کې د ناټو د یو تن سرتیري د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
د ناټو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتیري د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان په خیتځ کې ډیری امریکايي ځواکونه میشت دي او آټکل کیږي چې پدې پیښه کې وژل شوی بهرنی سرتیری هم امریکايي وي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی