اوباما د امریکايي سرتیري د ازادیدو په مسله کې د افغانستان او قطر

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د طالبانو د امریکايي سرتیري د خوشې کیدو د پریکړې نه هر کلی وکړ.

78803
اوباما د امریکايي سرتیري د ازادیدو په مسله کې د افغانستان او قطر

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د طالبانو د امریکايي سرتیري د خوشې کیدو د پریکړې نه هر کلی وکړ.
ولسمشر اوباما په سپینه ماڼۍ کې يوې خبري غونډې ته وویل چې امریکايي سرتیری بووي بورګدال د طالبانو لخوا د نیول کیدو د ورځ راهیسې هیڅ ویر شوی ندی.
اوباما د نوموړي امریکايي سرتیري د ازادولو په لاره کې د افغانستان او قطر د هیوادونو د هلو ځلو نه مننه وکړه .
د ویلو ده چې ولسمشر اوباما پداسې حال کې خبرې غونډې ته وینا کوله چې د خوشې شوي امریکايي سرتیري مور او پلار يي هم په څنګ کې ولاړ ول.
د نوموړي امریکايي سرتیري پلار وویل چې زوي په انګلیسې ژبه د خبرو کولو پر مهال د ستونزو سره مخامخیږي . همداشان د امریکايي سرتیري پلار خپله وینا د الله په نامه پيل کړه.
طالبانو امریکايي سرتیری د ګوانتانامو د زندان نه د پنځو تنو طالبانو د خوشې کولو په بدل کې ازاد کړ.
نوموړی امریکايي سرتیری په ۲۰۰۹ کال کې د طالبانو لخوا اسیر نیول شوی وو.
د ویلو ده چې دم ګړۍ ۲۷ تنه امریکايي وګړي د بهرنیو هیوادونو سره اسیران دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه