د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې ʺاردوغان : د PKK/YPG ترهګریز سازمان مخاطب نیول د منلو وړ نه دیʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ ال نهیان سره د تیلیفون له لارې خبرې وکړې. اردوغان وویل چې تیرکیه د PKK/YPG ترهګرې ډلې چې په سوریه کې فعاله ده د سیمې د کردانو د استازي او اړخ په توګه نه مني، باید د داعش د سیمې له بې نظمۍ څخه د ګټې اخیستنې مخه ونیول شي او همدارنګه اسرائیل باید د اوسني حالت څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره په سوریه کې نوی بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.
د ینې شفق ورځپاڼې ʺ د تورکیې انرژي پلاوی د وضعیت ارزونې لپاره دمشق ته ورسېدʺ تورکیې د سوریې د انرژي زیربنا د بیارغونې لپاره د اړتیاوو د ارزونې او د کاري پلان په موخه دمشق ته یو پلاوی لېږلی دی.
د وطن ورځپاڼې ʺپه شرناق کې د ورځني تېلو تولید له ۷۰ زره بیرلو څخه واوښت ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژي او طبیعي سرچینو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل، "شرناق زموږ په ځانګړې توګه د انرژي او تېلو لپاره یو مهم ولایت باندې بدل شوی دی. نن دلته زموږ تولید له ۷۰ زره بیرلو څخه پورته شوی دی."
د صباح ورځپاڼې ʺ توګ په ۲۰ میاشتو کې د ۷۲ سلنه کورني تولید کچې ته ورسېدʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ملي موټر توګ، د بازار ته د راوتلو په ۲۰مه میاشت کې د صنعت او ټکنالوژۍ وزارت د کورني تولید د خبرتیا سره سم ۷۲.۱۸ سلنه کورني تولید کچې ته ورسېد.
د حریت ورځپاڼې ʺد حرکوش ۲ لومړنۍ الوتنه ترسره شوه ʺ د سرلیک لانډې لیکلي دي ، د تورکیې هوایي ځواکونو د پیلوټانو د روزنې د اړتیاوو د پوره کولو او د دفاعي صنعت د وړتیاوو د لا پراختیا په موخه د تورکیې د هوايي او فضايي صنایع لخوا جوړ شوي حرکوش الوتکې خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه. په ۲۰ دقیقه يي الوتنه کې ۶,۵۰۰ فوټه ارتفاع او ۱۴۰ ناټ سرعت ته ورسېده.