د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

يني شفق ورځپاڼې " اردوغان سویلي کوریا ته د خواخوږۍ پیغام واستوه ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویلي کوریا د الوتکې په پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو، د سویلي کوریا خلکو او حکومت ته د خواخوږۍ او تسلیت پیغام استولی.
د سټار ورځپاڼې " سوډان: د اردوغان وړاندیز په درنښت منو ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سوډان وزیر العیسیر وویل تورکیه چې په هر ډګر کې د دوی ملاتړ کوي ، د ولسمشر اردوغان هغه وړاندیز چې تورکیه کولای شي د سوډان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د شخړو په حل کې مرسته وکړي، په درنښت او قدردانۍ سره مني.
حریت ورځپاڼې " په سوریه کې بیارغونه به سوداګري پیاوړې کړي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت یلماز وویل چې په سوریه کې د بیارغونې او مناسب چاپیریال په رامنځته کېدو سره به سوریایان بېرته خپل هیواد ته ستانه شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې پراختیا ومومي.
صباح ورځپاڼې " تورکیه د انرژۍ په برخه کې د مشرتابه هڅه کوي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انرژۍ او طبیعي سرچینو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل چې تورکیه د انرژۍ په پالیسیو کې نړیوال سیالۍ ته رسېدلې ده. هغه وویل "موږ له طبیعي ګازه نیولې تر هستوي، له نوې کېدونکې انرژۍ تر هایډروجن ټکنالوژۍ پورې په ټولو برخو کې د مشرتابه هڅه کوو."
وطن ورځپاڼې" د تورکیې د بایکار شرکت له خوا د ایټالیا د پیاجیو ایروسپیس شرکت اخیستل د نړۍ په رسنیو کې پراخه انعکاس موندلی ʺد سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د دفاعي صنایعو شرکت بایکار له خوا د ایټالیا د پیاجیو ایروسپیس شرکت اخیستل نړیوال غبرګونونه راپارولي، په ځانګړې توګه دا چې پیاجیو د F-35 جیټ الوتکو د انجنونو لپاره پرزه جات تولیدوي. په دې اخیستلو سره تورکیه بېرته د F-35 پروګرام ته، چې پخوا ترې ویستل شوې وه، راستنه شوه.