د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2224552
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې ʺ د تورکیې د دفاع وزارت: ترهګریز سازمان د وسلو له ایښودلو پرته بله چاره نه لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت سرچینې په دفاعي او امنیتي برخو کې همکارۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سوریې له نوې ادارې سره همغږي ته اشاره وکړه. د تورکیې د دفاع وزارت د دې په ټینګار سره ویلي دي چې ترهګریز سازمان PKK/YPG د وسلو د ایښودلو پرته بله چاره نه لري، ، "دوی به یا خپلې وسلې په مځکه ږدي  او یا به له منځه ځي."

 

د خبر تورک ورځپاڼې "د روسیې څخه د تورکیې په اړه بیان " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سوریې د پولو د امنیت په اړه د تورکیې د اندېښنو په اړه ویلي دي چې ، مونږ د اندیښنې درکو ،د تورکیې امنیتي ګټې یوازې په هغه صورت کې تامین شي چې د سوریې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او یووالي ساتنه وشي او د تورکیې اداره په دې برخه کې اقدام وکړي. او موږ یې ملاتړ کوو."

 

سټار ورځپاڼې "تورکیې ته د هوایی پل ماموریت" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

په سوریه کې د نوي دور سره، تورکیه دمشق او نورو ښارونو ته د مرستو رسولو لپاره د هوایي پل په توګه کار کوي. د روغتیا نړیوال سازمان ۵۰ ټنه طبي تجهیزات تورکیې ته راوړل شول. مرستې به له استانبول څخه سوریې ته واستول شي.

 

یني شفق ورځپاڼې "د مهاجرت او بشري حقونو مرکز جوړیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیه د مهاجرینو د حقونو د ساتنې او د مهمو مسلو په اړه د پالیسیو د جوړولو په خاطر د مهاجرت او بشري حقونو د څیړنیز مرکز په نوم یو نوی مرکز جوړوي.

 

صباح ورځپاڼې "د فرانسې د رسنیو لخوا د تورکیې د دفاعي صنعت ستاینه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په فرانسه کې میشته خبري سایټ سیکریټ ډیفنس د تورکیې د هوایی ځواک لپاره رامینځته شوي د ګوکچه او ګوزده په نامه  نوي نسل لارښود کټونو ستاینه کړې. په راپور کې ویل شوي چې د نوي نسل د وسلو سیسټمونو سره به د انقرې جیو پولیټیکل نفوذ نور هم پیاوړی شي.



اړوند خبرونه