د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

حریت ورځپاڼې "اردوغان: یا به خپلې وسلې په مځکه ږدي او یا به د سوریې په خاوره کې ښخ شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان د خپل ګوند د پارلماني ډلې په غونډه کې وویل " مونږ هوډ لرو چې د ترهګریزو سازمانونو په ځانګړې توګه د داعش او PKK سرونه وځپو، ترهګر جنایتکاران به یا خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او یا به په خپلو وسلو سره د سوریې په خاوره کې ښخیږي". لکه څنګه چې ترهګر سازمانونه یو حساب لري، البته، موږ هم یو حساب لرو."
وطن ورځپاڼې "وزیر میمیش اوغلو: تورکیه د سوریې سره د روغتیا په برخه کې هر ډول ملاتړ ته چمتو ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکيې د روغتیا وزیر کمال میمیش اوغلو د سوریې د روغتیا وزیر سره په تیلیفوني تماس وویل: " تورکیه د سوریې سره د روغتیا په برخه کې هر ډول ملاتړ ته چمتو ده"
سټار ورځپاڼې "موږ په یوځل کې ۳ ګامونه ارتقا وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
تورکیه د نړیوالو پانګونو د جلب او جذب مرکز ګرځېدلی دی. تورکیه له اووم ځای څخه د فرانسې، انګلستان او آلمان څخه وروسته څلورم ځای ته د پانګې اچونې په برخه کې پورته شوه.
ینی شفق ورځپاڼې "د تورکیې دفاعي صنعت شرکت اسلسن د ۵۸ عشاریه ۶ میلیون ډالرو قرارداد لاسلیک کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت اسلسن د بریښنایی نظری او مخابراتي سیسټمونو مستقیم پلور لپاره د تورکي هیوادونو سازمان له غړي هیواد سره ۵۸ عشاریه ۶ میلیونو ډالرو په ارزښت د صادراتو تړونونه لاسلیک کړل.
د خبر تورک ورځپاڼې "تورکي ساینس پوهان په سپوږمۍ او مریخ کې د روميانو تولید هدف لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ایژې پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژی څانګې استاد ډاکټر رنګین اوزګور اوزیل ډاې په مشرۍ یوې ډلې په سپوږمۍ او مریخ کې د انسان په کالونیو کې روميان تولید پلان جوړ کړی دی .