د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبر تورک ورځپاڼې "بلینکن انقرې ته راغی" د سرلیک لاندې لیکلي دی ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان قزاقستان ته له سفر مخکې د انقرې په ایسنبوګا هوايي ډګر کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره وکتل. د غونډې په ترڅ کې پر دې توافق وشو چې په سوریه کې له بې ثباته چاپیریال څخه د ترهګرو ډلو د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي لپاره باید اقدامات وشي.
صباح ورځپاڼې ʺ د ولسمشر اردوغان لخوا له اروپايي ټولنې نه د سوریې په اړه غوښتنه ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د هنګري له لومړي وزیر ویکتور اوربان سره په لیدنه کې د سوریې د بیارغونې او د شته بنسټونو د اصلاح په برخه کې د اروپايي ټولنې د هیوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سټار ورځپاڼې ʺ ترکیه به په سوریه کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت فرصت ورنکړي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت په ګوته کړه چې په سوریه کې د PKK/YPG ترهګریز سازمان د ساتنې لپاره تل د داعش پر خلاف مبارزه د پلمې په توګه کارول شوې ده. وزارت وویل، "موږ به ترهګرو سازمانونو په ځانګړې توګه PKK/YPG ته اجازه ورنکړو چې د سوریې له وضعیت څخه په ګټې اخیستو سره فعالیت وکړي.
حریت ورځپاڼې "تورکیه د ډیپلوماسۍ مخکښ دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې د سومالیا او ایتوپیا ترمنځ د شخړې په حل کې د ترکیې رول د ډیپلوماسۍ د تفاهم یو پیاوړی څرګندونه ده چې د حل لاره پیدا کوي.
وطن ورځپاڼې "په انتالیا کې د سیاحت په برخه کې ریکارډ مات شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تیرو لسو کلونو کې ۱۱۲ میلیونه ۷۲۲ زره سیلانیان انتالیا ته راغلي دي. روسیه د ۳۶ میلیونو وګړو په لرلو سره لومړی، جرمني د ۲۵ میلیونو ۵۴۵ زره وګړو په لرلو سره دویم او برتانیا د ۷ میلیونو ۱۸۳ زره وګړو په لرلو سره دریم ځای خپل کړی دی.