د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "تورکیې د افریقا بحران حل کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې
ولسمشر رجب طیب اردوغان د سومالیا او ایتوپیا ترمنځ د کړکیچ د هواري لپاره ګام پورته کړ. اردوغان د سومالیا له ولسمشر حسن شیخ محمود او د ایتوپیا له لومړي وزیر ابی احمد سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل. اردوغان وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ یو توافق شوی دی.
د خبر تورک ورځپاڼې ʺ سوریې ته به په داوطلبانه توګه راستنېدل زیات شي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې د ۶۱ کلن بعث رژیم په نسکوریدو سره د سولې لاره پرانیستل شوې ده او دوی به د سوریې د وګړو په داوطلبانه ستنولو کې همغږي وکړي.
ینی شفق ورځپاڼې "بهرنۍ رسنۍ : اردوغان د اسلامي نړۍ مشر دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، بهرنیو رسنیو د سوریې د ملي ځواکونو په عملیاتو کې د بعث رژیم په نسکورولو کې د تورکیې رول ته په اشارې سره ویلي چې ولسمشر اردوغان اوس د اسلامي نړۍ طبیعي مشر دی.
د سټار ورځپاڼې "فرانسوي رسنۍ: تورکیې یو ځل بیا ثابته کړه چې له پامه غورځول کیدی نشي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، فرانس پریس لیکي چې په سوریه کې د بشارالاسد نسکوریدل په سیمه کې د تورکیې نفوذ زیات کړی او ویلي یې دي چې تورکیې یو ځل بیا ثابته کړه چې له پامه غورځول کیدی نشي.
حریت ورځپاڼې "دهاکان فیدان لخوا د فلسطین پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان وويل فلسطين د ټولو هيوادونو له خوا په رسميت پيژندلو لپاره کار کوي . هغه د دې په ټینګار سره چې د تورکیې هڅې په نړیواله کچه اغیز لري، وویل؛ "موږ داسې پالیسي تعقیبوو چې زموږ د هیواد په اړه دلچسپي زیاتوي."