د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2219391
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې  "اردوغان: په سوریه کې د ترهګرو ډلو مشران به وځپي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې خلکو د لسیزو راهیسې روان یو استبدادي او ظالم  نظام په نسکورولو سره ازادي ترلاسه کړه. اردوغان وویل چې د هیواد په نورو برخو کې د داعش او PKK/PYD په څیر ترهګریز سازمانونه به ژر تر ژره له منځه یوړل شي.

 

وطن ورځپاڼې  "په قامشلي کې د YPG ترهګریز سازمان ته ګوزار" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي استخباراتو ریاست د سوریې په قمشلي سیمه کې  د پ ک ک ترهګریز سازمان  لخوا اړوند په ۱۲ ټيلري لاریو باندې چې ټانکونه، توغندي، وسلې او مهمات پکې بار ول برید وکړ. د تورکیې ملي استخباراتو د ترهګرو اړوند ټول وسلې او مهمات له منځه یوړل. همداشان په قمشلي سیمه کې د ترهګرو اړوند په یو زیات شمیر پټنځایونو او د وسلو او مهماتو پر ډیپوګانو هم بریدونه شوي دي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "د ولسمشر اردوغان څخه ډیپلوماسۍ ترافیک" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب  اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر جورجیا میلوني او د اروپا د کمیسیون د مشرې اروسولا وان دیر لاین سره په ټیلیفون خبرې وکړې. د ملاقات په مهال د سوريې په روانو حالاتو خبرې اترې وشوې۔

 

حریت ورځپاڼې ʺ اردوغان: د سوریې د نوې ادارې ملاتړ ته چمتو یو ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې دوی هیله لري چې د سوریې نوې اداره به داسې دریځ غوره کړي چې د سوریې خلک هم پکې شامل وي او له نوې ادارې سره به په هره برخه کې چې ورته اړتیا وي لازمه مرسته وکړي.

 

سټار ورځپاڼې  " له بهر څخه د تیلو او ګازو د تدارک په اړه ګام اوچت شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار اعلان وکړ چی دوی په عراق، لیبیا، افریقا، مرکزی اسیا، د قفقاز جغرافیه او جنوبی امریکا کی د نړیوالو همکاریو په مرسته د تیلو او طبیعی ګازو تولید زیاتول غواړی.



اړوند خبرونه