د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
ینې شفق ورځپاڼې ʺ که په غزه کې دایمي اوربند ونه شي، سیمه ییزه سوله ناشونې ده ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان د عمان له سلطان هیثم بن طارق سره په ګډه خبري غونډه کې چې د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی دی وویل « د خوښۍ ځای دی چې په لبنان کې اوربند شوی دی. "که په غزه کې دايمي اوربند ونه شي، سيمه ييزه سوله ناشونې ده."
حریت ورځپاڼې ʺ ۷۲ ترهګر له منځه یوړل شول ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د هیواد دننه او د هیواد له پولو بهر په ترسره شوو د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ۷۲ تنه ترهګر له منځه شوي دي.
د خبر تورک ورځپاڼې ʺ د اکتوبر په میاشت کې صادرات زیات شوي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې صادرات د روان کال په اکتوبر میاشت کې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۳.۱ سلنه زیات شوي او ۲۳ میلیارده ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلي، په داسې حال کې چې واردات په شمیرو کې کوم تغیر ندی راغلی هم د تیرې په څیر پاتې دي او ۲۹ میلیارده ۴۰۹ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.
د سټار ورځپاڼې ʺ له تورکیې څخه دوست هیواد ته پرته د چلوونکې د مځکنیو وسایطو صادرات ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د رمسا د دفاع صنایع شرکت مشر مدیر رمضان ګوچوک تورالي ویلي چې دوی په پاکستان کې پرته د چلوونکي ځمکني وسایطو TURAL د اسیایي پښې د جوړولو لپاره د پاکستان سره یو تړون لاسلیک کړ. "لومړی قرارداد بشپړ شوی، او لیږد به د یوې اونۍ په دننه کې سر ته ورسیږي. موږ به په نږدې یوه نیمه میاشتو کې خپل لومړني سوقیات ترسره کړو.
د صباح ورځپاڼې ʺ هغه لوبغالی چې د تورکیې او هنګري لوبه به پکې ترسره کیږي اعلان شوی ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د UEFA د ملتونو لیګ پلی آف لوبه چې زموږ ملي ټیم به د ۲۰۲۵ کال مارچ په ۲۰ د پنجشنبې په ورځ ، د هنګري سره د استانبول په علي سامع ین سپورت کمپلیکس کې ترسره شي.