د تورکېې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکېې د ورځپاڼو سرټکي

2209099
د تورکېې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې ʺد ولسمشر اردوغان لخوا پر اسرائیلو د بندیزونو غوښتنه ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په ریاض کې د عرب لیګ فوق العاده ګډې سرمشریزې غونډې ته په وینا کې د اسرائیلو لخوا په غزه کې روانې کړنې  د بشریت خلاف جنایت وباله او وویل: د هغوی هدف د غزه اشغال او هلته د خپلو خلکو میشت کول دی. د اسلامي هیوادونو په توګه موږ باید د اسرائیلو پر ضد د اقداماتو رهبري وکړو. هغه وویل، «لومړی دا ډېره مهمه ده چې پر اسرائیلو د وسلو بندیز ولګول شي او تجارت پای ته ورسېږي.

 

ینې شفق ورځپاڼې ʺ د نړۍ ترټولو ګړندۍ وده کونکي دفاعي صنعت ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فرانسې د دفاع وزارت د یوه هر اړخیز راپور په خپرولو سره د تورکیې په دفاعي صنایعو تمرکز کړی دی. په راپور کې ، د "تورکیې ډرون صنعت په نړۍ کې یو له ګړندۍ پرمختللو ټیکنالوژیک اکوسیستمونو څخه دی" جمله کارول شوې ، افریقایي هیوادونه چې د تورکیې څخه په وسلو سمبال او بې وسلو ډرون الوتکې اخلي د نقشې سره ښودل شوي.

 

د وطن ورځپاڼې ʺ د تورکیې هوايي او فضايي صنایعو شرکت او بیرقدار شرکت د نړۍ د ۵۰ لوی هوایی شرکتونو په منځ کې ځای ونیو ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د هوانوردۍ سکتور مخکښ نشراتي ارګان فلایټ ګلوبل  په استازیتوب د کاونټر پواینټ مارکیټ انټلیجنس لخوا په جوړ شوي راپور کې راغلي دي چې  ، د تورکیې ملي الوتکې جوړونکي د تورکیې د هوايي او فضايي صنایعو شرکت  او بایکار ټکنالوژۍ شرکت   په نړۍ کې د ۵۰ لوی هوایی چلند صنعت شرکتونو په منځ کې ځای نیولی دی.

 

د سټار ورځپاڼې ʺ د ټي جي سي  اناتولیا  کښتۍ کې یو بل نوښت ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ملي دفاع وزارت راپور ورکړ چې د ټي جي سي انادولو څو مقصده امفیبیوس کښتۍ او د ټي جي سي  په سمندر کې د اکمالاتو او محاربې  جنګي کښتۍ د لومړي ځل لپاره 'په سمندر کې د تیلو او قوي کارګو اکمالات' ترسره کړل.

 

صباح ورځپاڼې ʺ له تورکیې څخه صربستان ته د صادراتو ریکارډ ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د توركيې  څخه صربستان ته د روان کال د جنوري او اکتوبر د میاشتو ترمنځه د ۱ ميليارد ۴۷۱ عشاریه یو  ميليونو ډالرو په صادراتو سره ریکارډ مات کړ. دا د تورکیې نه صربستان ته ترسره شوي تر ټولو لوړ صادرات دي.



اړوند خبرونه