د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې " په تورکیه کې د نوامبر په لسمه نيټه د سهار په ۹ بجو او ۵ دقیقو د ژوند ټولې چارې د څو شیبو لپاره په ټپه ودریدې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې جمهوریت د بنسټګر مصطفی کمال اتاترک د مړینې ۸۶ تلین په ټول هیواد کې په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شو. د نوامبر په لسمه نیټه د سهار په ۹ بجو او پنځو دقیقو چې د ننه ۸۶ کاله مخکې د تورکیې جمهوریت بڼسټګر مصطفی کمال اتاترک ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې وې ، د غم د تولې په غږولو سره په ټول هیواد کې د څو شیبو لپاره د ژوند ټولې چارې په ټپه ودریدې. ټول هیواد د اتاترک معنوي حضور ته د درناوي په موخه د دوو دقیقو لپاره چوپتیا غوره کړه.
حریت ورځپاڼې "اردوغان: هیواد به د ترهګرۍ له شره وژغورو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتاترک د مړینې د ۸۶ تلین د لمانځنې په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې په راتلونکې کې به د خپلو پولو په اوږدو کې د رامنځته شوي خوندي زون پاتې حلقې هم بشبړې کړو. هیواد به په بشپړه توګه د ترهګریزو سازمانونو د له شره وژغورو. د تورکیې سره به د هغوې هر ډول اړیکې په بشپړه توګه پرې کړو.»
صباح ورځپاڼې " د اردوغان لخوا د ترهګرۍ پر خلاف د پياوړې مبارزې پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د کابینې د غونډې نه وروسته په خپله وینا کې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې په کلک هوډ ټینګار وکړ.هغه وویل چې په تورکیه کې به د ترهګرۍ نه پاکه فضا رامنځته شي.
د خبر تورک ورځپاڼې "د فیدان لخوا په نړۍوالې ټولنې پر اسرائیلو د لا زیات فشار راوستو غږ ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې او د عربي ټولنې په فوق العاده غونډه کې وویل چې دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په ګډون د ۵۲ هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړی چې د وسلو د لېږد مخه ونیسي. "موږ ټول باید په دې مسله کې لا زیات کار وکړو." موږ باید هر هغه څه وکړو چې د لا زیاتو مسؤلیتونو اخیستلو لپاره اړین دي. اوس د خپل یووالي د ښودلو وخت دی."
وطن ورځپاڼې "په چراغان ماڼۍ کې د نړۍ یوازینی قلم فیستیوال" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول په چراغان ماڼۍ کې د نړۍ یوازینی قلم فیستیوال 'پن فیست ۲۰۲۴'، ترسره شو. په فیستیوال کې ترټولو ګران قلم چې نږدې ۳ میلیون لیرې قیمت لري نندارې ته وړاندې شو.