د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې ʺ د فلسطین په اړه نړۍ نه د اردوغان غوښتنه ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل په غزې او لبنان باندې د صهیونیسټانو د تیریو یو غوره ځواب به د نورو هیوادونو لخوا د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندنه وي. اردوغان د نړۍ د هیوادونو نه د فلسطین دولت د په رسمیت پیژندو غوښتنه وکړه.
حریت ورځپاڼې ʺاردوغان: له اسرائیلو سره مو سوداګري بنده کړې ده ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې دوی له اسرائیلو سره سوداګریزې راکړې ورکړې په بشپړه توګه بندې کړي. اردوغان وویل، موږ هڅه کوو چې د نسل وژنې مجرمین نړیوالو قوانینو پر وړاندې حساب ورکولو ته راکاږو.
یني شفق ورځپاڼې " اردوغان د غزې د خلکو د میړانتیا ستاینه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې د اسرائیلو تر برید لاندې د غزې اوسیدونکو په تیرو دیارلس میاشتو کې هیڅ داسې درد ، غم او ظلم نه دی پاتې چې دوې تجربه کړی او زغملی نوي ، خو بیا هم خپل عزت او شرف يي هیڅکله د خپو لاندې کړی ندی او په خپل وطن کې د ازاد ژوند کولو له ارادې نه یو ګام شاته ندی اوچت کړی .
د خبر تورک ورځپاڼې "د مرکزي بانک زیرمو کې نوی ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د مرکزي بانک ټولې زیرمې د اکټوبر د میاشتې په ۲۵ مه نیټه په ټول وخت کې ۱۵۹ میلیارده ۳۹۸ میلیونه ډالرو ته ورسیدې چې د تیرې اونۍ په پرتله ۳۳ میلیونه ډالره زیاتې شوې دي.
سټار ورځپاڼې "د تورکیې د موټرو صادراتو کې ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تركيې د موټرو صنعت صادرات د تېر كال د همدې مودې په پرتله په سلو كې ۶،۵ زياتوالي سره د ۲۰۲۴ كال د جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې ۳۰ میليارډو ۵۱۱ ميليونه ۷۹ زره امريكايي ډالرو ته رسيدلي چې د توركيې د موټرونو د صادراتو په برخه كې په ټوليزه توګه د لسو مياشتو تر ټولو لوړ صادرات دي.