د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2206143
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې ʺ وزیر فیدان: پر اسرائیلو د وسلو پلورل په نسل وژنې کې لاس لرل ديʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په جیبوتي کې د تورکیې او افریقا پر همکاریو د بیا کتنې د وزیرانو د دریم کنفرانس په څنډه کې  په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې وکړې. فیدان وویل، "موږ باید په هر فرصت کې تکرار کړو چې پر اسرائیلو د وسلو پلورل په نسل وژنې کې د ګډون په معنی دي."

 

وطن ورځپاڼې ʺ د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان دوه غړي چې یونان ته د تېښتې هڅه کوله ونیول شول ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  دوه غړي چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه له تورکیې څخه یونان ته ولاړ شي، ونیول شول.

 

د سټار ورځپاڼې ʺ د تورکیې د ټیکنالوژۍ صادراتو کې ریکارډ زیاتوالی ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنایعو او تکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل چې د تورکیې د لوړ تخنیکي محصولاتو صادرات ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسیدلي دي. کاجر وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې د متوسط ​​​​او لوړې ټیکنالوژۍ محصولاتو صادرات ۹۷ عشاریه ۳  میلیارد ډالرو ته رسیدلي ریکارډ مات کړ او د روان  کال په ۹ میاشتو کې دا کچه ۷۳ عشاریه ۴ میلیارد ډالرو ته رسیدلې. وزیر کاجر ټینګار وکړ چې د صادراتو د زیاتوالي په موخه بېلابېل پروګرامونه او مرستې دوام لري.

 

یني شفق ورځپاڼې ʺ د اکتوبر په میاشت کې د صادراتو ریکارډ: ۲۳ عشاریه ۶ میلیارد ډالر ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اکتوبر په میاشت کې، صادرات د ۳ عشاریه ۶  سلنې زیاتوالي سره  ۲۳ عشاریه ۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي، او واردات د صفر عشاریه ۱  سلنې په توپیر ۲۹ عشاریه ۴ میلیارد ډالرو ته راټیټ شوي. د بهرنۍ سوداګرۍ کسر په کلني ډول ۱۳ سلنه کم شوی چې ۵ عشاریه ۷ میلیارد ډالرو ته رسیدلی. د سوداګرۍ وزیر عمر بولات وویل "موږ د اکتوبر په میاشت کې د خپل جمهوریت په تاریخ کې ترټولو لوړ صادرات ترسره کړل. په دې توګه موږ په تیرو ۱۵ میاشتو کې په ۱۰ کې ریکارډ مات کړ."

 

د خبر تورک ورځپاڼې ʺ د استانبول ۴۶م ماراتون پای ته ورسېد ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول ۴۶م ماراتون چې د سپورت استانبول لخوا تنظیم شوی او د تورکیې ایش بانک لخوا تمویل شوی و، په لاره واچول شو. دا ماراتون، چې د "نړۍ یوازینۍ انټرکانټینینټل ماراتون" لقب لري او د نړۍ د ورزشکارانو ټولنې "د سرو زرو لیبل" کټګورۍ کې دی، د ۴۶م ځل لپاره ترسره شو. د ایتوپیا ورزشکار ډیجینا دیبیلا د نارینه وو په کټګورۍ کې د استانبول ماراتون ۴۶ مه لوبه وګټله. د ښځو په کټګورۍ کې، د بحرین ورزشکارې روت جیبټ لومړی مقام خپل کړ.



اړوند خبرونه