د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "ولسمشر اردوغان: ټول هېوادونه باید پر اسرائیلو فشار راوړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سینیګال له ولسمشر باسیرو دیومای فای سره په ګډه خبري غونډه کې چې انقرې ته راغلی و، وویل چې د فلسطین په اړه د سینیګال دریځ ارزښتناک دی. اردوغان وویل "موږ دې ته د خپل بشري وظیفې په سترګه ګورو چې د فلسطین او لبنان د خلکو تر څنګ ودریږو. ټوله نړۍ باید پر اسرائیلو فشار راوړي."
د خبر تورک ورځپاڼې "د بهرنیو چارو وزارت د تورکیې په اړه د اروپایی کمیسیون راپور په اړه غبرګون وښود" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د اروپايي کمیسیون لخوا د تورکیې په اړه خپور شوي راپور په اړه غبرګون وښود. وزارت په ځانګړي ډول د قبرس په اړه په ارزونو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د کورني سیاسي تحرکاتو په اړه انتقادونه غیر عادلانه دي.
صباح ورځپاڼې "په تېره اونۍ کې ۱۹۸ ترهګر له منځه وړل شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزارت خبر ورکړ چې په تېره یوه اوونۍ کې په عراق او د سوریې په شمال کې په عملیاتو کښې ۱۹۸ ترهګر له منځه وړل شوي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې "د ډرون کښتۍ په برخه کې د دوې لومړنۍ ترجیح تورکیه وه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د نیلي وطن ساتونکي او د تورکیې لومړۍ محاربوي ډرون سمندري وسایطو ( اولاق – سیدا ) د صادراتو په خاطر لاسلیک شو. هغه قرارداد چې د قطر د کورنیو چارو وزارت سره د میلپول قطر د نندارتون په ترڅ کې لاسلیک شوی دی د تورکیې ډرون سمندري وسایطو د صادراتو لومړنۍ پروژه ده.