د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2196474
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې ʺ کورتولموش: د اسرائیلو د نفوذ پراخیدو د ملي امنیت ستونزه ده ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  ملي شورا  پرون د اسرائیلو د تیریو په اړه  په محرم غونډه وکړه. د پارلمان مشر نعمان کورتولموش د غونډې په پیل کې په خپله وینا کې وویل، دا ډېره ناسمه ده چې ګواکې پر غزې د اسرائیلو د یرغل پلان یو کلن یا وبولو ،  د دې سناریو لومړی ګام  په ۱۹۱۷ کال کې کله  چې عثماني دولت د فلسطین له خاورې څخه ووت او دا سیمه د انګلستان تر حاکمیت لاندې راغله اوچت شو . هغه وویل چې د اسرائیلو د خاورې پراخولې په اصل کې د ملي امنیت مسئله ده.

 

د سټار ورځپاڼې ʺ د تورکیې ملي استخباراتو د پي ک ک ترهګري سازمان  د ځانمرګي برید  پلان شنډ کړ ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان د د پ ک ک ترهګریز سازمان یو له تش په نامه مشرانو څخه غزل بیلګه په تورکیه کې د ځانمرګي برید پلان درلود د سوریې په امودا سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې له منځه یوړل شوه. تورکیې ملي استخباراتو پدې ډول په تورکیه کې د ځانمرګي برید مخه ونیوله.

 

وطن ورځپاڼې ʺوزیر کاجر: په دفاعي صنعت کې زموږ د ځان بسیاینې  کچه له ۲۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل چې په دفاعي صنعت کې د ځان بسیاینې کچه له ۲۰سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې او زیاته کړه  " تورکیې د ملي ټیکنالوژۍ په حرکت کې د دفاعي صنعت په برخه کې ترټولو لوی لاسته راوړنې ترلاسه کړې. البته دا یو تصادف نه دی. هغه وویل، «په دفاعي صنعت کې ځان بسیاینه د تورکيې لپاره یو ناگزیر هدف دی.

 

د خبر تورک ورځپاڼېʺ په حسن کیف کې د ۱۶۰۰ کلن پوځي جوړښت پاتې شوني موندل شوي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د باتمان ولایت د حسن کیف په ولسوالۍ کې د لرغون کیدونو په ترڅ کې، د روم د دورې د ۱۶۰۰ کلن پوځي جوړښت پاتې شوني وموندل شول.

 

حریت ورځپاڼې ʺ تورک اوغلو بیا وټاکل شو ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي،

هدایت تورک اوغلو یو ځل بیا د تورکیې د باسکتبال د فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو. په خبر کې راغلي دي چې په رای اچونه کې تورک اوغلو  د ۱۶۵ رایو څخه د ۱۳۳ رایو په ترلاسه کولو سره د تورکیې د باسکیټبال فدراسیون د رئیس په توګه بیا وټاکل شو.



اړوند خبرونه