د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "اردوغان: د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د اړتیا په صورت کې له ځواک څخه کار واخلي" د سرلیک لاندې لیکأي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د اسرائیلو د بریدونو د بندولو لپاره "د اړتیا په صورت کې د زور کارولو" غوښتنه وکړه. اردوغان وویل چې یو څو تنو سخت دریځو صهیونیسټانو سیمه په اور کې اچولې ده.
حریت ورځپاڼې "اردوغان: تورکیه د مظلومانو غږ دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې تورکیه د نړۍ د ټولو مظلومو خلکو غږ ګرځیدلی دی چې د ازادۍ، عدالت، حقوقو او برابرۍ لپاره مبارزه کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې "کورتولموش: د اسرائیلو هدف یوازې غزه نه ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش وویل د اسرائیلو پر لبنان او بیا پر سوریې د بریدونو نه وروسته وروستی هدف تورکیه ده.
سټار ورځپاڼې "د تورکي دولتونو د سازمان نوی نوښت" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکي دولتونو د سازمان غړي او څارونکي هېوادونه د کارتوګرافي په برخه کې د همکارۍ لپاره راټول شوي دي. د "مشترک ترکي الفبا" نه وروسته داځل هدف ، د "مشترکه ترکي نړۍ نقشه" جوړول دي.
وطن ورځپاڼې "د ټیکنوفیسټ لپاره معکوس شمیرنه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د نړۍ ترټولو لوی هوايي چلند، فضايي او ټیکنالوژۍ فستیوال ټکنوفسټ به د اکتوبر د ۲ څخه تر ۶ مې نیټې پورې په اډانا ولایت کې ترسره شي. د ټکنوفسټ سیالۍ موخه د ملي ټیکنالوژۍ پراختیا کې د ځوانانو علاقه لوړول دي.