د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2183886
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

وطن ورځپاڼې ʺ تورکیې ته د مصر د ولسمشر سیسي سفر د نړۍ په رسنیو کې پراخه انعکاس موندلی ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې ته د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسی لومړني سفر په ټوله نړۍ کې د پام وړ انعکاس موندلی دی. ورځپاڼو لیکلي، چې د مصر او تورکیې تر منځ یوه نوې پاڼه پرانیستل شوې او د غزې په اړه یې د اردوغان او سیسي ګډ دریځ ته اشاره کړې ده.

 

د خبر تورک ورځپاڼې ʺ د بهرنیو چارو وزیر فیدان: نتنیاهو پخپله د غزې د نسل وژنې اصلي مسؤل دی ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون اوسکوپ  کې د شمالي مقدونیې د بهرنیو چارو او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر تیمکو موکونسکي سره د لیدنې وروسته رسنیو ته مهمې څرګندونې وکړې. فیدان د غزې د بریدونو په اړه، وویل، "نتنیاهو پخپله د نسل وژنې اصلي مسؤل دی."

 

صباح ورځپاڼې ʺ پوتین: اردوغان په دې مسله کې مهم رول لوبولی دی ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یادونه وکړه چې په ۲۰۲۲ کال کې په استانبول کې له اوکراین سره یوه موافقه شوې وه او ویې ویل چې ولسمشر اردوغان په دې برخه کې مهم رول لوبولی دی. پوتین د دې خبرې په ټینګار سره چې روسیې له اوکراین سره خبرې اترې نه دي رد کړي او زیاته کړه ، " موږ چمتو یو چې د هغو اسنادو پر بنسټ چې په استانبول کې لاسلیک شوي او په حقیقت کې لاسلیک شوي دي، نه د ځینو موقتي غوښتنو پر بنسټ خبرې وکړو ."

 

حریت ورځپاڼې ʺ د تورکیې – مصر ترمنځه الوتنې به دوه برابره  شي ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو وویل چې د تورکیې او مصر ترمنځ الوتنې به د ملکي هوايي چلند په برخه کې د لاسلیک شوي تفاهم یادداشت سره دوه برابره شي.

 

د سټار ورځپاڼې ʺ د استانبول هوایی ډګر د اګست د ۲۶ څخه تر  سپتمبر لومړۍ نیټې پورې په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر شو ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

 

د اګست د ۲۶ مه د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې د هوایی چلند خوندیتوب په برخه کې د اروپایی سازمان "د اروپایی هوایی چلند راپور" خپور شو. د استانبول هوایی ډګر په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر په توګه ثبت شوی چې په دې موده کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۴۹۴  الوتنې لري.



اړوند خبرونه