د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2183408
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

حریت ورځپاڼې " د ولسمشر اردوغان مهم پیغامونه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره په ګډه خبري غونډه کې چې د رسمي‌ سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغلی  و، وویل، تورکیه او مصر د فلسطین د مسئلې په اړه ګډ دریځ لري، د بریدونو د بندولو او دایمي اوربند په اړه کار کول به  زموږ لومړیتوب وي."

 

د صباح ورځپاڼې " د تورکیې مرکزي‌  بانک د سعودي‌ عربستان د مرکزي‌ بانک سره  د د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

 

د تورکیې جمهوریت مرکزي بانک  او د سعودي عربستان مرکزي بانک  ترمنځ د مرکزي بانکدارۍ مسلو په اړه د همکارۍ پراختیا لپاره د زمینې د برابرولو په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

 

د سټار ورځپاڼې " د تورکیې ملي‌ او ځايي الوتکې حور جیټ په مصر کې الوتنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د فضايي صنایع لخوا جوړه شوې د حور  جیټ روزنیزې الوتکې په مصر کې د هوايي چلند د نړیوال نندارتون په لومړۍ ورځ پّ زړه پورې ننداره وړاندې کړه.

 

وطن ورځپاڼې "د بورسا تور اینځرو د اورپايي ټولنې  تسجیل  ترلاسه کړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د بورسا تور اینځرو په اروپایی ټولنه کې د تسجیل ترلاسه کړ او د سیمې د ځانګړو اینځرو په توګه  ثبت شول. د تورکیې د  کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي وویل  چې د بورسا تور اینځر د تورکیې په استازیتوب د اروپايي ټولنې لخوا ثبت شوی ۲۶ محصول دی.

 

د خبر تورک ورځپاڼې " ترکش ایرلانیز   چیلي ته الوتنې پیلوي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د ملکي‌ هوايي چلند شرکت  ترکش ایرلاین  به د دسمبر په ۱۸ چیلي ته الوتنې پیل کړي. د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلانیز عمومي رئیس بلال اکشي په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې په خپور کړي بیان کې ویلي چې د استانبول څخه چیلي ته الوتنې به د دسمبر تر ۱۸ پورې په اونۍ کې د ۴ الوتنو سره پیل شي.



اړوند خبرونه