د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2182503
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

حریت ورځپاڼې  "د ولسمشر اردوغان لخوا د نوي اساسي قانون پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال د قضايي کال د پرانیستې په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې تورکیه د نوي ملکي اساسي قانون لپاره چمتو ده او زیاته کړه «موږ باور لرو چې اوس د تورکیې لپاره د اوسني اساسي قانون چې د کودتا محصول دی د لرې کولو وخت رارسېدلی دی."

د خبر تورک ورځپانې " په صادراتو کې د اګست ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

 

د اګست په میاشت کې صادرات د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۲ عشاریه ۴ سلنه ډیر شوي، ۲۲ عشاریه ۱  میلیارد ډالرو ته رسیدلي چې د اګست په میاشت کې د ټولو وختونو ترټولو لوړ صادرات دي.

 

سټار ورځپاڼې  "د تورکیې اقتصاد په پرله پسې ۱۶ ربعو کې وده کوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې اقتصاد د روان کال په دویمه ربع کې ۲.۵ سلنه وده کړې ده. په دې توګه، د ترکیې اقتصاد د ۲۰۲۰ کال د دویمې ربعې څخه وروسته د ۱۶ پرله پسې ربعو لپاره وده وکړه.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "سیسي به له ۱۲ کلونو وروسته تورکیې ته راشي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د تورکیې او مصر ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په لړ کې ولسمشر اردوغان له ۱۲ کلونو وروسته قاهرې ته سفر وکړ. له دې لیدنې وروسته تمه ده چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سپټمبر په څلورمه تورکیې ته راشي.

 

صباح  ورځپاڼې "فلیک: موږ د تورکیې څخه مننه کوو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، په تورکیه کې د امریکا سفیر جیفري فلیک درې کلنه کاري دوره پای ته ورسیده او ویې ویل، موږ د تور سمندرګي د غلې دانې په نوښت کې د تورکیې د رول له امله مننه کوو، چې د نړۍ د خوراکي توکو خوندیتوب تضمینوي. هغه وویل چې  زه په تورکیه کې د خدمت کولو له امله ویاړ کوم  او دا په تورکیه کې خپله هره شیبه به هیره نکړم. هرچیرې چې لاړ شم د زړه له کومې مننه او قدرداني کوم.زه له یادونو سره تورکیې څخه جلا کیږم.



اړوند خبرونه