د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2161363
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې "اردوغان: موږ د ناټو له پنځو مخکښو هېوادونو څخه یو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان  د ناټو په سرمشریزه کې  د ګډون په خاطر  امریکا ته  د تللو نه مخکې  په خپله وینا کې وویل چې تورکیه  د نړۍ  د هغو پنځو  سترو متحدینو څخه  دی چې  د ناټو په ماموریتونو او عملیاتو کې  تر ټولو زیات  ونډه  لري  او  مونږ  د بار په شریکولو کې  خپله ونډه  ترسره کوو. هغه وړتیاوې چې موږ په ځمکه، سمندر او هوا کې ترلاسه کړې مونږ د ، ناټو سازمان د ملا د تیر په هیواد بدل کړي یو."

 

د وطن ورځپاڼې ʺاردوغان: موږ به په غزه کې د فلسطین د خلکو قتل عام په اجنډا کې راوړو  ʺ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې د ناټو په سرمشریزه کې به د غزې په تړانګه کې د فلسطین د خلکو قتل عام چې زمونږ ګډ ارزښتونو اخلاص امتحانوي د اجنډا په سر کې راولي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې "ترکسات ۶ اې سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوه او هر څه سم دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل چې د تورکیې د لومړۍ ملي مخابراتي سپوږمکۍ ترکسات ۶ اې له توغولو وروسته هرڅه سم دي.

 

سټار ورځپاڼې "تورکي ساینس پوهانو لخوا د جوړ شوي  واکسین ستر بریالیتوب " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د کریمین - کانګو هیمرجیک تبې  (CCHF) ناروغۍ لپاره واکسین چې د قیصري ایرجیس پوهنتون  د واکسین پراختیا مرکز کې تولید شوی ، په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د لومړي فاز چارې پایته ورسیدې او د دویم فاز په چارو يي پیل وشو. همداشان د دویم فاز چارو په چوکاټ کې دا واکسین به په ځینو رضاکارانو باندې وازمایل شي.  

 

صباح  ورځپاڼې "د چینايي برښنايي موټرو لوی شرکت تورکیه غوره کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د چین د برېښنايي موټرو لوی شرکت BYD په تورکیه کې د پانګونې لپاره موافقه لیک لاسلیک کړ. شرکت به د نږدې ۱ میلیارد ډالرو پانګونې سره د ۱۵۰ زره موټرو ظرفیت سره د تولید تاسیسات رامینځته کړي. ۵ زره کسانو ته به کار زمینه برابره شي. د BYD د نوې پانګونې لپاره د تورکیې انتخاب هم په بهرنیو مطبوعاتو کې پراخه پوښښ موندلی دی.



اړوند خبرونه