د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2144609
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې "د تورکیې سرې میاشتې په غزه کې د پخو خواړو ویش بیا پیل کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې سرې میاشتې د غزې په رفح ښار باندې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو له امله د مې له شپږمې نیټې راهیسې ځنډول شوې د پخې ډوډۍ ویش، له سره پيل کړ. د ویلو ده چې د تورکیې سره میاشت هره ورځ د ۱۰ زره کسانو پاخه خواړي ویشي.

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "اورال اوغلو: په منځني ختیځ کې سوداګریزې لارې به د تورکیې له لارې اروپا سره وصل شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر یورال اوغلو وویل چې د اروپا د کارپاتیا لویه لاره چې  د لیتوانیا د کلیپیدا بندر څخه پیل  د پولنډ، سلواکیا، هنګري، رومانیا او بلغاریا له لارې به تورکیې سره وصل شي او د تورکیې له لارې به بیا د منځني ختيځ سره وصل شي . موږ د تورکیې په توګه  چمتو یو دی چې د ویا کارپتیا پروژې برخه شو او د هر ډول همکارۍ ته اماده یو.

د سټار ورځپاڼې  " د جرمني د موټرو مجلې د تورکیې د کورني موټر ټوګ ستاینه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د آلمان د موټرو مخکښې مجلې، آټو بیلډ، چې د تورکیې لخوا تولید شوي کورني موټر ټوګ آزموینه کړې، زموږ د ملي ویاړ څخه خورا ستاینه وکړه. د "ترکی ټیسلا ډیر ښه" تر سرلیک لاندې مقاله کې د ټوګ T10X ماډل د ډیری بهرني برانډ موټرو سره پرتله شوی او د هغې داخلي او بهرنۍ ډیزاین بشپړې نښې په ګوته شوي چې ټوګ لا دمخه لوی بریالیتوب ترلاسه کړی.

 

صباح ورځپاڼې  "د تورکیې سامسون  ښار د نړۍ د غوره ډوډۍ په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ټیسټ اتلس د نړۍ په کچه د څیړنې له مخې په نړۍ کې ترټولو غوره ډوډۍ ټاکل شوې. په دغه نوملړ کې د تورکیې د سامسون څخه بافرا په نامه یو ډول خوړو  لومړی او سامسون ځانګړو خوړو یا پیدې دویم ځای خپل کړ.

 

د حریت ورځپاڼې " ګالاتا سرای په سوپر لیګ کې اتل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د تورکیې د ګالاتای سرای د فوټبال لوبډلې د ترندیول سوپر لیګ ۳۸ اونۍ لوبه کې، د قونیه سپورت لوبډلې ته۳ د یو په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره ۲۴  ځل لپاره اتلولي وګټله. د ۱۰۲ پوائنټونو په رسیدو سره، ژیړ - سور ټیم د لیګ په تاریخ کې ترټولو لوړ پوائنټونو سره اتل ټیم ​​شو.



اړوند خبرونه