د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2031624
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې " اردوغان: تورکیه د خپلو اقداماتو سره د ځان لپاره نوم جوړوي د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون په استانبول كې په خپله وينا كې وويل، چې توركيه هغه هېواد دى، چې په خپلو پوځي، ډيپلوماتيكو، اقتصادي او سياسي هلو ځلو يې خپل نوم تر ټولو ډیر روښانه  كړى دى.

 

د خبر تورک ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د هغه د روسي سیال لاوروف ګډه اعلامیه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان چې د رسمي تماسونو په موخه پرون د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی و، له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وکتل. فیدان له غونډې وروسته په خپله وینا کې د  تورې بحیرې د غلې دانې د نوښت په اړه وویل،  ملګرو ملتونو زموږ د هیواد په مرسته د نوموړي‌ نوښت په اړه یو  نوی پروپوزل چمتو کړی دی.  موږ فکر کوو چې دا د ددې بهیر د بیارغونې او راژوندي‌ کولو لپاره یو مناسب بنسټ جوړوي. لاوروف  بیا وویل چې لویدیځ د روسیې د غلو د صادراتو په اړه په خپلو ژمنو عمل ندی کړی. هغه وویل: "کله چې د ملګرو ملتونو سره په شوي‌ تړون کې زموږ شرایط پوره شي، موږ به بیرته د غلو تړون ته ورستانه شو."

 

د سټار ورځپاڼې " موډیز درجه بندۍ سازمان  د تورکیې لپاره د ودې وړاندوینه لوړه کړه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د اقتصادي‌ کریدت درجه بندیو شرکت موډيز سږ کال د تورکیې د اقتصاد د ودې وړاندوینه له ۲.۶ سلنې څخه ۴،۲ سلنې او د راتلونکي کال لپاره له ۲ سلنې څخه ۳ سلنې ته لوړه کړې ده.

 

د حریت ورځپاڼې " وزير شمشيک: موږ د مثبتو اغېزو په ليدلو پيل وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د خزانې او مالیې وزیر محمد شمشیک د تیر کال په دویمه ربع کې د تږرکیې د ودې کچه ۳ عشاریه ۸  سلنې ته په خپله ارزونه کې وویل: "موږ د پلي شوي پالیسیو مثبتو اغیزو په لیدو پیل کړی او موږ به اړینو اقداماتو ته دوام ورکړو. مونږ به د دایمي‌ ثبات لپاره ګامونو اوچتولو ته دوام ورکړو.

 

وطن ورځپاڼې " تورکیه په OECD کې دوهم چټک وده کوونکی هیواد شو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، تورکیه د کال په دویمه ربع کې د ۳ عشاریه ۸  سلنې اقتصادي‌ ودې سره ،  د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) د هیوادونو په منځ کې دویم او د G20 هیوادونو په منځ کې دریم چټکه  وده کونکی هیواد شو.



اړوند خبرونه