د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2028690
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

یني شفق ورځپاڼې  "اردوغان: د کریمیا الحاق غیر قانوني دی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،  د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کریمیا د مشرانو دریمې غونډې ته یو ویډیويي پیغام واستاوه. اردوغان په خپل ویډیويي پیغام کې دې ته په اشارې سره چې تورکیه د روسیې سره  د کریمیا الحاق  په رسمیت نه پېژني، له لومړۍ ورځې یې د دغه ګام د غیر قانوني والي‌ نه  دفاع  کړې ده ، موږ د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په حق کې خپل دریځ ساتو.

 

سټار ورځپاڼې  " د تورکیې د ملي‌ شورا رئیس : تورکیه تل د شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت ترڅنګ  ولاړه ده " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش وویل چې "تورکیه به تل د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د رسمیت پیژندلو او د دوی د حاکمیت حقونو په اړه د ددوې تر څنګ دریدو ته دوام ورکړي." کورتولموش وویل چې دوی به په نړیوال ډګر کې د شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت د په رسمیت   پیژندلو په کلکه کار کولو ته دوام ورکړي.

 

صباح ورځپاڼې  "د یو امریکایی کارپوه څخه په زړه پوری تحلیل: تورکیه د کائناتو په مرکز کې قرار لري" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د هیریټیج فاونډېشن چې په امریکا کې یو له مهمو مطالعاتي‌ ستراتیژیو د مرکزونو څخه دی  ، کارپوه جیمز کارافانو وویل چې تورکیه په لویدیځه اروپا، شمالي افریقا، مدیترانې، منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او هند- پاسیفیک کې د سولې او ثبات بنسټ دی. هغه سیمې چې په مرکز کې د سترو قدرتونو د سیالۍ اصلي جبهې دي.

 

وطن ورځپاڼې  "په استانبول کې د دفتر ریکارډ مات شو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌،

په  استانبول کې د دفترونو  بازار کې د موجودو دفترونو ۸۴ عشاریه ۹ سلنه نیول شوي‌ او ډک دي چې پدې ډول  د تیرو ۱۰ کلونو ریکارډ کچې ته رسیدلې. تمه کیږي چې د استانبول نړیوال مالي مرکز هغه برخه چې تر اوسه پورې په فعالیت پیل ندی کړی چارې د بشپړیدو سره په فعالیت پيل وکړي‌ او شاوخوا یو نیم میلیون متر مربع سیمه د دفترونو بازار ته وړاندې شي.

 

حریت ورځپاڼې  "د تورکیې د ګرځندوی سکتور وده به د ټولې نړۍ نه مخکې شي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌‌، تورکیه د سیاحت په برخه کې د نړۍ د یو څو مخکښو هیوادونو څخه یو دی. د تورکیې د هوټل جوړونکو ټولنې  مشرې موبیرا ایرسین وویل، «ټوله نړۍ د تورکیې د خدماتو د سکتور په ځانګړي ډول د استوګنې د سکتور په کیفیت پوهیږي. موږ د تنوع له پلوه هم په یوه مهم پړاو کې یو.»



اړوند خبرونه