د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د خبر تورک ورځپاڼې "اردوغان: مونږ د سوري کډوالو په بیرته ستنولو پيل کړی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، هغه سوري وګړي چې د خپل هېواد له کورنۍ جګړې تښتېدلي او په تورکیه کې یې پناه اخیستې، په خوندي توګه خپلو کورونو ته استول پیل شوي دي. اردوغان وویل، د سوریې په شمال کې د یو میلیون کډوالو میشتولو لپاره د کورونو جوړول دوام لري.
حریت ورځپاڼې "تورکیه او قطر په سوریه کې کورونه جوړوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د تورکیې او قطر په همکارۍ د سوریې په ۹ بېلابېلو سیمو کې د ۲۴۰ زره کورونو جوړولو د لومړۍ مرحلې د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول . د ویلو ده چې پدې کورونو کې به یو میلیون کسان میشت شي. د تورکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو په جرابلس کې پدې مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، ۵۵۴۰۰۰ سوري کډوال په داوطلبانه توګه خپل هیواد ته ستانه شوي دي او دا لړۍ دوام لري.
د صباح ورځپاڼې " د هیواد د سمندرونو نوی ځواک ډرون کښتۍ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د دفاعي صنایعو رئیس اسماعیل دیمیر وویل چې ډرون سمندري واسطې به د هیواد د سمندري ځواکونو نوی ځواک وي. هغه د دې په ټینګار سره چې ډرون سمندري واسطو، د ناټو په تمریناتو کې یې هم پام ځانته اړولی وو له بحر څخه بحر او له بحر څخه د بحر لاندې د برید کولو توان او ظرفیت لري. دیمیر وویل: «موږ په هر ډګر کې ثابت ګامونو سره پرمختګ ته دوام ورکوو.
ینی شفق ورځپاڼې "یونانی مطبوعات: ترکیه په یو لوی ځواک بدل شوی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، یوناني ورځپاڼي ایس ایل پرس لیکلي دي چې تورکیه په ټولو برخو کې یو اغیزمن او ستر قدرت ګرځیدلی دی. په خبر کې ویل شوي چې تورکیې له یوروشیا، بالکان او اسلامي نړۍ سره مهمې سوداګریزې اړیکې جوړې کړې، د موټرو په سکتور کې ځان په اثبات ورسو او د کښتۍ جوړولو او ترمیم په برخه کې د نړۍ له لسو غوره هېوادونو څخه دی.
سټار ورځپاڼې " تور سمندر کې نه نوی زیری په لاره کې دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل، "د ختیځ تور سمندرګی سیمه کې د تیلو ډیرې نښې شتون لري. د ۲۰۲۳ کال پای ته رسیدو دمخه ، اکتشافي برمه به په اوردو او ریز ساحل کې ترسره شي. زموږ تمه په اوردو کې طبیعي ګاز او په ریز کې تیل دي.