د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې " د ټاکنو د خپلواکې شورا مشر : ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ټولټاکنو د عالي شورا مشر احمد ینر اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د نوماندانو نه یو تن هم د تیرې یکشنبې ورځ په ولسمشرۍ ټاکنو مطلق اکثریت ندی ترلاسه کړی دی چې د همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته د غځولو پریکړه وشوه. هغه وویل د ټاکنو دویم پړاو به د مخکني اعلان شوي ټاکنیز مهالوېش سره سم د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د مې په ۲۸ ترسره شي.
د سټار ورځپاڼې " د نړۍ په رسنیو کې د می د ۱۴مې ټاکنې انعکاس " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ولسمشرۍ او د پارلمان د ۲۸مې دورې عمومي ټاکنو د اروپا په مطبوعاتو کې پراخ پوښښ ترلاسه کړی. خبري آژانسونو د ټاکنو په اړه وروستي پرمختګونه د وروستۍ دقیقې د ګوډونو سره خپلو لوستونو او لیدونکو شریکول. همداشان په اروپا کې یو شمیر نشراتي ارګانونو او ورځپاڼو په ټاکنو کې د پراخه او په لوړه کچه ګډون ته په اشارې سره لیکلي دي چې پدې ټاکنو کې د ګډون کچه د ۸۵ سلنې نه لوړه وه.
وطن ورځپاڼې " امریکا: موږ د تورکیې خلکو ته چې خپلې غوښتنې یې په سوله ییزه توګه د رایو صندوقونو کې وړاندې کړې مبارکي وایو " د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د مې د ۱۴ مې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې. د ټاکنو د پایلو له مخې د تورکیې ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې. امریکا د تورکیې د ټاکنو په اړه څرګندونې وکړې. د ولسمشر جو بایډن دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي ، چې بایډن د تورکیې د ټاکنو راتلوونکي ګټوونکي سره چې هر څوک وي په ګډه کار کولو ته سترګې په لار.
د خبر تورک ورځپاڼې " په ترکیه کې د ټاکنو په اړه د کرملین لومړی بیان" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، دوی په ډېرو برخو کې د روسیې او تورکیې ترمنځ د همکارۍ له امله د تورکیې ټاکنې په لېوالتیا سره تعقیبوي او ویلي یې دي: «موږ د تورکیې د خلکو انتخاب ته درناوی کوو او په هر حالت کې د منلو وړ دی. موږ تمه لرو چې زموږ همکاري دوام ومومي، .
حریت ورځپاڼې " په تورکیه کې د ټاکنو په اړه د اروپايي ټولنې لومړۍ څرګندونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین د انتخاباتو په اړه په خپله وینا کې وویل، زه فکر کوم چې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون ښه خبر دی. د اروپایی شورا رئیس چارلس میشل ، چې له لاین سره یې ګډه خبري ناسته درلوده وویل ، "موږ د ټاکنو پایلې له نږدې تعقیبوو."