د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې " په باتمان کې د اردوغان مهمې څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون په باتمان ولایت کې په خپله وینا کې وویل چې تورکیه په نړۍ کې د هرچا لپاره د یو ډیر آزاد، خوندي او امن ځای په توګه نمونه د مثال هیواد دی.
د صباح ورځپاڼې " د غلو دهلیز په اړه د وزیر اکار څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د تور سمندرګي د غلو دانو د تړون له مخې چې د جولای په ۲۲ کې لاسلیک شوی، ۳۰ میلیون ټنه غله له اوکراین څخه اړو کسانو ته لیږدول شوي او وویل: "موږ ددې دهلیز د چارو د تداوم په خاطر خپلو هلو ځلو او خبرو ته دوام ورکوو ."
د خبرتورک ورځپاڼې " په مسکو کې د څلور اړخیزې غونډې وروسته ګډه اعلامیه "د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې، روسیې، سوریې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د «سوریې» په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د تورکیې او سوریې د اړیکو د پراختیا لپاره د لارې نقشه چمتو کړي. په دې غونډه کې له حکومته وغوښتل شول چې د سوري کډوالو په داوطلبانه، خوندي او باعزته توګه خپل وطن ته د ستنېدو زمینه برابره کړي.
د سټار ورځپاڼې " د خپلواکه اف ۱۶ لپاره معکوس شمیره پيل شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د دفاعي صنایعو رئیس، اسماعیل دیمیر، وویل چې د تورکیې د کورني برښنايي سیستمونو سره عصري کړي اف ۱۶ الوتکو سره نوی رامنځته شوی د خپلواکه اف ۱۶ سیستم به هر څه ژر معرفي شي.
ینی شفق ورځپاڼې " بارباروس خیرالدین پاشا اکتشافي کښتۍ په تور سمندر کې د تیلو په لټون پيل وکړ، د سرلیک لاندې لیکلي دي، تورکیه د تور سمندرګي په ختیځه سیمه کې د تېلو موندولو په موخه اکتشافي چارې پرمخ وړي. د بارباروس خیرالدین پاشا د اکتشافي کښتۍ لخوا د پيل شوو چارو په چوکاټ کې ، د اوردو او ریزې ولایتونو په سواحلو کې دوه برمه کارۍ او مثبتې نتیجې د ترلاسه کولو تمه کیږي.