د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1938059
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

وطن ورځپاڼې  "د تورکیې څخه سویډن ته د ناټو پیغام" د سرلیک لاندې  لیکلي‌ دي،

د تورکیې د  ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د روان کال لومړنۍ غونډه وکړه. له غونډې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې سویډن ته یو پیغام استول شوی او ویل شوي چې هغه کسان چې غواړي له ناټو سره یوځای شي باید خپل مسوولیتونه پوره کړي. تورکیه په ناټو کې د غړیتوب لپاره له سویډن څخه غواړي چې پر خپلو ژمنو ودریږي، له تروریستي سازمانونو خپل ملاتړ ختم کړي او ترهګرو تورکیې ته وسپاري.

حریت ورځپاڼې  "چیلیک: د نوموړو پارونکو اقداماتو  تر شا  د تورکیې دښمني  نغښتې ده" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک ویلي چې په سویډن کې د قران کریم د سوځولو د ناوړه هڅو تر شا د ولسمشر اردوغان او تورکیې دښمني پرته ده. هغه وویل  چې دا پارونې د نازیانو ذهنیت دی.

 

سټار ورځپاڼې "  فنلنډ پر تورکیې د وسلو بندیز لرې کړ "

تورکیې  د فنلنډ  او  سویډن  سره د ناټو په سازمان کې د غړیتوب  په خاطر  ددوې لخوا پر تورکیې لګول شوي‌  د وسلو د بندیز  غوښتتنه کړې وه چې  فنلنډ د سویدن نه وروسته پدې برخه کې ګام اوچت کړ. د فنلنډ د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تورکیې ته د پوځي تجهیزاتو پر صادراتو بندیز لرې شوی دی.

 

 د ینې شفق ورځپاڼې  "له التون  لخوا  ایلون مسک غږ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

د ولسمشرۍ د عامه اړیکو  رئیس فخرالدین التون،  د ټویټر د مسئولینو او خاوند  ایلون مسک غږ وکړ چې په تیرو وختونو کې  د ټویټر له لارې د تورکیې پر خلاف د ترسره شوې سیاسي‌ مداخلې او لاسوهنې افشا‌‌‌ او په ډاګه کړۍ. دا چې د ولسمشر اردوغان او زمونږ د حسابونو په اړه څه ډول پټ سانسورونه ترسره شوي‌ دي. هغه د ټویټر مدیریت او ایلون مسک  نه غوښتنه وکړهچې په دې اړه توضیح ورکړي.

صباح ورځپاڼې  " فضا ته تلونکي‌ نوماندان ټاکل کیږي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

د تورکیې د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل، هغه کاندیدان چې فضا ته په پام کې فضا ته لاړ شي  هر څه ژر به د  ولسمشر اردوغان لخوا اعلان شي. د پروژې په چوکاټ کې به دوه فضایي مسافر نوماندان وټاکل شي. یو له کاندیدانو څخه به نړیوال فضایي سټیشن ته واستول شي ترڅو د تورکیې لومړی انسان فضایي ماموریت ترسره کړي.



اړوند خبرونه