د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
ینی شفق ورځپاڼې " په ناټو سازمان کې سویډن ته د ولسمشر اردوغان ویټو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د کابینې له غونډې وروسته په خپله وینا کې د سویډن حکومت پر خلاف چې د قرآن کریم دسوځولو په ناوړه عمل یې سترګې پټې کړې وې د سختو الفاظو سره غبرګون وښود. هغه وویل "که د سویډن اداره د خلکو حقونو او آزادیو ته دومره درناوی ولري، نو لومړی باید د تورکیې جمهوریت او د مسلمانانو مذهبي عقایدو ته درناوی وکړي. که تاسو دا درناوی ونه کړئ، بخښنه غواړئ، تاسو به د ناټو په اړه زموږ هیڅ ملاتړ ترلاسه نکړي."
سټار ورځپاڼې " اروپايي ټولنې اعلان وکړ: په استانبول کې به یوه لویه غونډه جوړه شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تورکیه کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر سفیر نیکولاس مایر لاندروت ویلي چې د روسیې او اوکراین د جګړې د کلیزې په مناسبت به د فبرورۍ په ۲۲مه په استانبول کې لویه غونډه جوړه شي.
وطن ورځپاڼې " وزیر دونمز: د مقامت بیړۍ په سمندر کې د عملیاتو لپاره زمونږ له نورو بیړیو سره یوځای شوه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر فاتح دونمز پرون په خپله وینا کې وویل چې دوی د تورې بحیرې په ژورو کې د انرژۍ یوه اډه جوړوي او ویلي یې دي چې مونږ د دې لپاره هم ځانګړو کښتیو ته اړتیا لرو . هغه وویل چې ددې کار لپاره د مقامت په نامه زمونږ ځانګړې کښتۍ په توره بحیره کې زمونږ د نورو کښتیو ته یو ځای شوه. دا کښتۍ به د سمندر په تل کې عملیات ترسره کړي.
د خبرتورک ورځپاڼې " شمالي افریقا ته د ترکیې صادرات زیات شوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکيې د صادراتو د مجلس د معلوماتو له مخې، شمالي افريقا هېوادونو ته د تورکيې صادرات د ۲۰۲۱ کال په پرتله تېر کال ۵،۱ سلنه زيات شوي او ۱۳ مليارډو ۱۴۸ میليونو ډالرو ته رسېدلي دي.
د حریت ورځپاڼې " د مصرف کونکو د باور شاخص لوړ شوی دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د احصایې انسټیټیوټ او د تورکیې جمهوریت مرکزي بانک د معلوماتو له مخې ، پداسې حال کې چې د دسمبر په میاشت کې د مصرف کوونکو د باور شاخص کچه ۷۵ عشاریه ۶ سلنه وه د جنوري په میاشت کې بیا دا رقم ۷۹ عشاریه یو سلنې ته لوړ شوی دی.