د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې " پانګوالو ته د اردوغان بلنه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ۲۰۲۲ کال د دریمې ربعې د ودې ارقام ددې ښکارندويي کوي چې تورکیه په سمه لار روانه ده. اردوغان وویل: "مونږ چې په نړۍ کې هرچیرې ځو، تل خپلو مخاطبینو ته وایو چې راځۍ په ګډه ګټه وکړو." مونږ هر هغه چا ته چې غواړي د تولید، کارموندنې، صادراتو له لارې زمونږ د هیواد سره مرسته وکړي دروازې پرانیستي دي او هغوې ته بلنه ورکوو.
وطن ورځپاڼې "د ملي امنیت شورا لخوا د ځمکنیو عملیاتو پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ولسمشرۍ په په ماڼۍ کې د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی چې "زمونږ په سیمه کې به د هیڅ ترهګریز سازمان موجودیت او فعالیت ته اجازه ورنکړل شي او هر اړین ګام به په پریکنده توګه اوچت شي. "
د خبر تورک ورځپاڼې " له اکار لخوا متحدینو ته پي کاکا او د دوې د څانګو په اړه خبرداری" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پر ملکي وګړو د بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK/KCK/YPG د وروستیو بریدونو نه په یادولو سره وویل، مونږ خپلو متحدینو خبرداری ورکوو چې د بې ګناه انسانانو په وینو يي لاسونه سره د پي کاکا ترهګریز سازمان او څانګې چې زمونږ پر پولو او وګړو بریدونه کوي هر څه ژر د هغوې نه ځانونه جلا کړي. که چیرې دوې په هره بهانه او هر سبب د هغوې نه ملاتړ کوي د هغوې نه دې جلا شي او خپل بیرغ او نیونیفورم دې هغوې ته نه ورکوي . ترهګر دې د خپلو سیمه نه لرې کړي. د هغوې سره خپلې اړیکې پرې کړي.
یینی شفق ورځپاڼې "امریکا بهر شوه ، پي کاکا په تېښته کې دی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سوریې په شمال کې د تورکیې له احتمالي ځمکنیو عملیاتو مخکې، د امریکا متحدو ایالتونو د «SDG» په نوم له ترهګریز سازمان سره خپلې ګزمې کمې کړې. په سیمه کې امریکايي دیپلوماتان او ملکي پرسونل د عراق مرکز اربیل ته ولاړل. لکه څنګه چې په PKK کې تیښتې زیاتي شوي، د ډلې مشرانو د سازمان پیسې غلا کړې او په تیښته یې پیل وکړ.
سټار ورځپاڼې "ناټو له تورکیې پرته په خپو دریدلی نشي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د امریکا د فارن پالیسۍ مجلې د اوکراین به اړه د تورکیې د ولسمشر اردوغان ډیپلوماسۍ په اړه یوه مقاله خپره کړې ده .. مجلې لیکلي، چې اروپايي او امریکايي سیاستوالو پدې مسئله کې اوس همفکره دي ، چې ناټو پرته له تورکیې په خپو دریدلی نه شي.