د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1910027
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د خبرتورک ورځپانې" اردوغان: ترهګري به له منځه یوسو "  د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې د قره قامش په سیمه د راکټي بریدونو په اړه  وویل ، هغو کسانو ته باید ووایو  چې فکر کوي د سوریې په شمال کې د ترهګرو ډلو د نوم په بدلولو او شاوخوا سیمو کې د هغوې سره د خپلو سرتیرو د انځورونو د خپرولو سره که  فکر کوي چې تورکیې ته به فریب ورکړي‌ او پام به يي بل لورې ته واړوي‌ خو غلط‌ فکر کوي‌ . د ترهګرو لپاره لار نوره پایته رسیدلې ده. اردوغان وویل: " زمونږ په پولو او هیوادوالو د بریدونو په سیمه کې هیڅوک نشي کولی چې زمونږ د امنیتي لیکې د ایستلو مخه ونیسو او یا یې مخالفت وکړي .

 

حریت ورځپاڼې "  د تورکیې د کورنیو چارو وزیر د جرمني‌ د کورنیو چارو وزیرې پر خلاف تند غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې د  کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر پر خلاف چې ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د تناسب نه یادونه وکړه سخت  غبرګون وښود. وزیر سویلو وویل، تاسې وګورۍ د استقلال په کوڅه کې بې ګناه خلک ووژل شول.  آیا پدې پیښه کې  تناسب تطبیق شوی. په پولنډ کې د دوو توغندیو د لګیدو سره ټول د  ناټو  سازمان په خپور درید . د انسانانو ترمنځه باید د هغوې  د جغرافیې، مذهب او هغه سیمو له مخې چې دوی پکې ژوند کوي توپیر او تبعیض ونشي. بشري حقونه په ټوله نړۍ کې په هره سیمه کې بشري‌ حقونه دي. ټول انسانان د یو شان بشري‌ حقونو نه خاوندان دي.

 

وطن ورځپاڼې  " د ترهګرۍ قرباني پنځه کلن حسن خاورو ته وسپارل شو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي PKK/YPG  ترهګرو لخوا د سوریې د عین العرب سیمې څخه د راتوغول شوو راکټونه چې  د غازی انتب  ولایت  د قره قامش ولسوالۍ په ښوونځیو باندې  لګیدلي‌ وو او په نتیه کې پنځه کلن حسن قره تاتش په ګډون ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه د پنځه کلن حسن جنازه خاورو ته وسپارل شوه. همداشان عایشه نور الکان چې ښوونځي‌ ښوونکې وه او پدې برید کې په شهادت رسیدلې وه هم جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

 

 

ییني شفق ورځپاڼې  "روسیه ، تورکیه د عملیاتو مشروع حق لري"  د سرلیک لاندې لیکلي‌

 دي‌ ، د روسیې د ولسمشر کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، مونږ د سوریې په اړه د تورکیې اندېښنې درک کوو او مونږ باور لرو چې دا عملیات د  تورکیې مشروع حق دی.

 

د سټار ورځپاڼې  "د مراکش پاچا محمد شپږم د تورکیې څخه مننه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ د مراکش پاچا شپږم محمد وویل، "مونږ د هر هغه چا مننه او درناوی کوو چې د تمدنونو د فورم د سازمان په دوام او د کلتورونو، مذهبونو او تمدنونو ترمنځ د تفاهم، باور او خبرو اترو د یوې مرجع په توګه د دې سازمان په بنسټیز کولو کې مرسته کړې."



اړوند خبرونه