د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبر تورک ورځپاڼې "په سوریه او عراق کې هوايي عملیات" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې جنګی الوتکو پرون په سوریې او د عراق په شمال کې د ترهګرو پرضد هوایی عملیات ترسره کړل . د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پنجې تورې هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۸۹ هدفونه چې په کې د ترهګرو پټنځایونه، څمڅې، د مهماتو ډیپوګان، تش په نامه روزنیز مرکزونه او کمپونه او د تجمع مرکزونه شامل وو، له منځه وړل شوي دي. پدې عملیاتو کې ترهګرو ته د پام وړ ځاني تلفات اوښتي دي.
د سټار ورځپاڼې "وزیر اکار: د تروریستي سازمان تش په نامه قرارګاوې په نښه کړي دي، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د وسله والو ځواکونو د مل قوماندانانو سره یو ځای د هوايي عملیاتو د سوق او ادارې مرکز نه لیدنه وکړه. وزیر اکار وویل، د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو پټنځایونه، څمڅې، د مهماتو ډیپوګان، تش په نامه روزنیز مرکزونه او کمپونه او د تجمع مرکزونه شامل وو له منځه وړل شوي دي. هغه وویل، د تروریستي سازمان تش په نامه قرارګاوې له منځه وړل شوي دي.
حریت ورځپاڼې "چلیک: مونږ د عملیاتو سره یو ځل بیا دا وښودله چې هر هغه څوک چې زمونږ د هیواد پر امنیت برید وکړي خورا لوی قیمت به په پرې کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال او د ګوند ویاند عمر چیلیک پرون په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې "مونږ یو ځل بیا د پنجې- تورې د هوایی عملیاتو سره ټولو ته د وښودله ، هر هغه څوک چې زمونږ د هیواد امنیت په نښه کړي خورا لوی بدل به په پرې کړو."
صباح ورځپاڼې "التون: مونږ به د تروریزم د سرچینې څخه له منځه وړلو ته دوام ورکړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د خپل ټولنیز پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د پنجې تورې د هوایی عملیاتو سره به "مونږ د ترهګرۍ او او ددوې د پلویانو چې د تورکیې د بې ثباته کولو هڅې کوي د ترهګرۍ ملاتړ کوي ریښې وچې کړو.
یینی شفق ورځپاڼې "چاووش اوغلو: ۸۸ د اهسکایانو تورک ورونو ته خپل وطن ته ښه راغلاست" وایو ، د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو اعلان وکړ چې د تورکیې د نوښت په پایله کې د اوکراین په خرسون ښار کې بند پاتې ۸۸ د اهسکا تورکان تورکیې ته راورسېدل. چاووش اوغلو په خپل ټولنیز میډیا پاڼه کې په خپل پوسټ کې وویل: "زموږ ۸۸ اهسکايي وروڼه چې د اوکراین په خرسون کې بند پاتې وو زمونږ د نوښتونو له مخې د روسیې او ګرجستان له لارې خپل هیواد ته راستانه کړې شول. مونږ خپل دې ورونو ته خپل وطن ته ښه راغلاست وایو! په هر ځای کې چې وي، مونږ تل د خپلو اهسکايي وروڼو سره یو، او د دوی تر څنګ یو.