د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

1884479
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "اردوغان: ډیری مشران اوس د بانکی سود د نرخ کمولو ګټو په اړه خبرې کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په استانبول كې په خپله وينا كې وويل: د توركيې د اقتصاد د موډل موخه د پانګونې، كارموندنې او د اوسني حساب د زياتوالي له لارې د هېواد وده ده. هغه کسان چې زمونږ د هیواد لخوا پلي شوي اقتصادي ماډل باندې خورا سختې نیوکې کوي اوس زمونږ د خپو په پلونو روان دي. هغه وویل، "ډیری مشران اوس د بانکي سود د نرخونو د کمولو د ګټو په اړه خبرې کوي."

سټار ورځپاڼې  "له تورکیې څخه مننه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د شمالي قبرس  تورکي جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار شمالي قبرس تورکي په تاریخي مبارزه کې د مرستې او  ملاتړ له امله د تورکیې څخه مننه وکړه.

 

حریت  ورځپاڼې "په ایژې سمندر کې  د یونان لخوا ستر پاروونکی اقدام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،  د هغه شیبو فلمونه او انځورونه چې یونان د نړیوالو قوانینو له پامه غورځولو سره، په ایژې کې د غیر نظامي حیثیت ټاپوګانو ته زغره وال ګاډي استول د تورکیې د بې پیلوټه الوتکو لخوا ثبت شوی دي نشر شول. د تورکیې د  وسله والو ځواکونو پورې اړوند بې پیلوټه د یونان لخوا د میدیلي ټاپو ته د ۲۳ او سیسام ټاپو ته د ۱۸ زغروالو موټرو استول فلمبداري کړي دي.

 

د صباح ورځپاڼې  "ملي بریښنایی اورګاډی په فعالیت پيل کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د  ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل  اوغلو اعلان وکړ د تورکیې ځايي او ملي برېښنايي اورګادی به سږ کال د مسافرینو په انتقال پيل وکړي. د تورکیې د ټرانسپورت وزیر وویل چې دا اورګاډي به په سیمه ایزه کچه فعالیت پيل کړي او په پام کې لرو چې سرعت يي په في ساعت کې د ۱۶۰ نه  ۲۲۵ کیلومټرو ته اوچت کړو.

خبرټرک  ورځپاڼې "د تورکیې د سیاحت جنتونو په علاقه د هوایی ډګر مسافرینو په شمیر کې منعکس کیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

پداسې حال کې چې د تورکیې د سیاحتي جنت ځایونو سره علاقه هم د هوایی ډګر مسافرینو په شمیر کې منعکس کیږي ، د استانبول هوایی ډګر نږدې 41 ملیون مسافرینو ته خدمت کړی ، د انتالیا هوایی ډګر ۲۱ میلیونه ، د ازمیر عدنان میندریس هوایی ډګر شپږ نیم  میلیونه او د موغلا دالامان هوایی ډګر په 8 میاشتو کې ۳ مثلیون مسافرینو ته خدمت کړی.



اړوند خبرونه