د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1883264
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

وطن ورځپاڼې  "د ولسمشر اردوغان په نوښت د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو تبادله وشوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره یې د ډیپلوماتیکو تماسونو په پایله کې ۲۰۰ جنګي اسیرانو تبادلې ته زمینه برابره او تبادله ترسره شوه.

سټار ورځپاڼې "په ملګروملتونو کې ډیرې مهمې څرګندونې: تورکیه د ستاینې وړ ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې په خپله وینا کې د تورکیې ستاینه وکړه. هغه وویل چې  'د تورکیې د منځګړیتوب له لارې د غلو صادراتو بیا پيلیدل د ستاینې وړ دي.

حریت "آمنه  اردوغان: خواړه د کلتوري میراث یو له مهمو عناصرو څخه دی"  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان میرمن، آمنې  اردوغان، د امریکا په نیویارک کې د تورکیې د خواړو د ودې په پروګرام کې وویل "پخلنځي د کلتوري میراث یو له مهمو عناصرو څخه دی."

صباح ورځپاڼې "  د ۱۴.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د تیارو جامو او نساجۍ توکو صادرات" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تیارو جامو  او نساجۍ صنعت د روان  کال په ۸ میاشتو کې د ۱۴ میلیارد ۲۴۸ میلیون ډالرو صادراتو سره د جنوري - اګست تر ټولو لوړ صادرات کړي .  په همدې موده کې المان ته ۲،۵ میلیارده ډالره، هسپانیې ته ۱.۸ میلیارده ډالره او بریتانیا ته ۱.۴ میلیارده ډالره صادر کړي دي.

خبر ترک: "د کوسټا وینزیا" کښتۍ کې یو زره ۵۰۲ سیلانیان بوډرم ته ورسیدل د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ایټالیا بیرغ لرونکي کروز کښتۍ "کوسټا وینزیا" پرون د موغلا  ولایت د بودرم ولسوالۍ ته ۱۵۰۲سیلانیان راوړل. د ګمرکي پروسیجرونو وروسته، مسافرین له کښتۍ څخه ښکته شول، د بوډرم سفر ته لاړ او د تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه وکړه.



اړوند خبرونه