د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې "موږ به د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۹ مه نيټه په رسمي توګه د تورکیې د موټرو فابریکه پرانیزو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د ۲۱مې کلیزې په مناسبت په جوړو شو مراسمو کې په خپله وینا کې وویل ، چې د تورکیې کورنی موټر TOGG چمتو دی او وویل چې «موږ به د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۹ نېټه په رسمي توګه د تورکیې د موټرو فابریکه پرانیزو. موږ به په ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې په سړکونو کې خپل موټر لیدل پیل کړو."
سټار ورځپاڼې "د امریکا لخوا تورکیې ته د F-16 بلنه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې یو پوځي پلاوی د F-16 جنګي جټ الوتکو د پېرلو او عصري کولو پر بهیر د خبرو لپاره امریکا ته تللی. د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پلاوی د امریکا په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
ینې شفق ورځپاڼې " د فرانسوي مطبوعاتو په اجنډا کې د تورکیې په وسلو سمبال ډرون الوتکې ځای نیولی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
نړۍ د تورکیې د ځايي او ملي په وسلو سمبال ډرون الوتکو په اړه خبرو ته دوام ورکوي. په نهایت کې ، فرانسوي مطبوعاتو بیرقدار ټي بي ۲( TB2) او قزل ایلما په خپلو سرلیکونو کې راوستل. فرانسوي رسنیو TB2 نه د اوکراین لپاره د 'قوي متحد' په توګه یادونه کړې. همداشان ویل شوي چې د تورکیې لخوا جوړې شوي په وسلو سمبال ډرون الوتکې په ټوله نړۍ کې د پام وړ بریالیتوب ترلاسه کړی. فرانسوي رسنیو د تورکیې د محاربوي جیټ ډرون الوتکې په اړه هم بحث کړی دی.
حریت ورځپاڼې "د تورکیې د ګرځندوی سکتور په اړه د ملګروملتونو سازمان لخوا مثبت پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان سرمنشي زوراب پولولیکاشویلي د تورکیې په اړه وویل: «تورکیه بې له شکه د سیاحت یو له مخکښو ځایونو څخه دی. دا هیواد پياوړي مسلکي بشري منابع او د ګرځندوی سیمې لري چې د ډیرو لیدونکو راجلبولو لپاره ورته اړتیا لري.
خبرتورک ورځپاڼې "د استانبول هوایی ډګر تیره اونۍ په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د استانبول هوایی ډګر د اګست له ۸ څخه تر ۱۴ پورې موده کې په اوسط ډول د ۱۳۳۲ ورځني الوتنو سره په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګرونو کې لومړی ځای ترلاسه کړ.