د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

1864240
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

سټار ورځپاڼې  "وزیر چاوش اوغلو: موږ به د تورکیې په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون په یوه بیان کې وویل، تورکیه د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل راهیسې ددې ستونزې د حل په خاطر ډېرې زیاتې هلې ځلې کوي. موږ به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

ینې شفق ورځپاڼې  "د پیسکوف لخوا د غلو دهلیز په اړه  بیان: د اردوغان مرسته خورا لویه ده" د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیرتي پیسکوف پرون د جولای په ۲۲مه په استانبول کې لاسلیک شوي د غلو دهلیز تړون ته په اشارې سره وویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان شخصاً په دې برخه کې لویه مرسته کړې ده.

 

د حریت ورځپاڼې "  قره اسماعیل اوغلو : زموږ هدف د ۲۰۲۳ کال په دویمه ربع کې د ترکسات 6A فضا ته استول دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترانسپورت او زیربناګانو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو  وویل، "زموږ هدف دا دی چې د ۲۰۲۳ کال په دویمه ربع کې د ترکسات 6A فضا ته توغول دي. کله چې موږ په ۲۰۲۳ کې د ترکسات 6A فضا ته واستوو، دا به تورکیه یو  له لومړیو 10 هیوادونو څخه کړي چې په فضا کې خپله سپوږمکۍ ولري.

وطن ورځپاڼې  "د وطني موټر TOGG څخه په زړه پورې پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کورني موټرو TOGG تصدۍ د ټویټر اکاونټ له لارې په خپور کړي پیغام "موږ د خپل لومړي TruGo چارج ستیشن ازموینه پیل کړه چې موږ په د ګیمیلیک په فابریکه کې مو نصب کړل. دا وسیله په 25 دقیقو کې د 80 فیصده بطرۍ چارجولو وړتیا لري.

صباح ورځپاڼې "عزم حسن" فلم په فرانسه کې هم نندارې ته وړاندې شو د سرلیک لاندې لیکلي دي

د ډایرکټر سیمح کاپلانو اوغلو  لخوا جوړ شوي جایزه ګټونکی فلم "عزم حسن" په فرانسه کې نندارې ته وړاندې شو. د هېواد مخکښو رسنیو د دغه فلم ستاینه وکړه.



اړوند خبرونه