د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
یني شفق ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو له خپل روسي سیال لاوروف سره وکتل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې پرون یې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وکتل او ویې ویل موږ د اوربند په اړه خپلې هیلې څرګندې کړې. موږ به د خپلې سیمې او نړۍ د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.
وطن ورځپاڼې "د امریکا متحده ایالتونو لخوا د تورکیې څخه مننه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې دوی د موافقې په چوکاټ کې د غلې بیړۍ رازوني د پرمختګ هرکلی کوي او د تورکیې له هڅو مننه کوي.
صباح ورځپاڼې " په صادراتو کې نوی ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر محمد موش وویل، "په جولای کې زموږ صادرات د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۱۳ عشاریه ۴ سلنه زیات شوي او ۱۸ عشاریه ۶ میلیارد ډالرو ته رسیدلي. دا د جولای په میاشت کې د صادراتو ترټولو لوړ رقم دی."
د سټار ورځپاڼې "د دندې لپاره چمتو دی: د تورکیې لپاره به د تیلو او طبیعي ګاز پلټنه وکړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیه پرته له ځنډه د خپلو تیلو او طبیعي ګازو د اکتشاف فعالیتونو ته دوام ورکوي. د عبدالحمید خان برمه کولو کښتۍ به خپل لومړی ماموریت د اګست په ۸ نیټه د مراسمو سره پیل کړي.
حریت ورځپاڼې "۸ زره ۲۷۰ سیلانیان په ۳ لویو کښتیو کې کوش ادا سې ته راغلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
پرون، ۸۲۷۰ تنه سيلانيان په درې سترو او لوکسو تفریحي کښتیو کې د تورکیې د ايدين ولایت د کوش اداسې ولسوالۍ ته راغلل.
سږ کال تمه کیږي چې د ګرځندوی د عوایدو په برخه کې ریکارټ جوړ شي.