د ترکیې د ورځپانو سرټکي

د ترکیې د ورځپانو سرټکي

1512274
د ترکیې د ورځپانو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « ترکیې لخوا ویتنام او کامبوچیا لپاره د تسلیت پيغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په ویتنام او کابوچیا کې  د توپانونو او بړبړیکو په نتیجه کې د رامنخته شوو ځاني تلفاتو لپاره دې هیوادونو ته د تسلیت او ډاډګیرنې پيغامونه واستول. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو په ویتنام او کامبوچیا کې د توپانونو ، بړبړیکو او شدیدو بارانونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو او مځکښویدونو په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکولو خبر ترلاسه کړ.

د همدې امله دوستو هیوادونو ویتنام او کامبوچیا خلکو او حکومتونو ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.

د حریت ورځپاڼې « په توره بحیره کې د ګازو د تولید په خاطر ۴۰ نوي کوهیان پرانیستل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په توره بحیره کې د ګازو د پلټون په ترڅ کې لومړی ۳۲۰ میلیارده او وروسته بیا ۸۵ میلیارده متر مکعب ګازو وموندل. د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ګازو د تولید د پيلولو لپاره به ۴۰ نوي کوهي پرانیزو. هغه وویل چې تر ۲۰۲۳ کال کې د ګازو د تولید د پیلولو لپاره کار کوو.

د وطن ورځپاڼې « ترکیه ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو نه د لږو اقتصادي خساراتو سره سرته رسوونکی د دریو هیوادونو نه  یو دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تجارت وزیرې رخسار پیکجان وویل چې په نړۍ کې هیڅداسې هیواد او سکتور شتون نلري چې د کرونا ویروس له امله اقتصادي زیان لیدلی نوي. هغه وویل چې د اقتصادي ودې او همکاریو د سازمان د راپور له مخې ترکیه د چین او سویلي کوریا نه وروسته دریم هیواد دی چې د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوو اقتصادي ستونزو نه د ډیرو کم اقتصادي خساراتو سره د ځان په راټولو پيل کړی دی.

د سټار ورځپاڼې « په ختیځه مدیترانه کې به د ترکیې لاس لا پسې پياوړی شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په  شمالي قبرس ترک جمهوریت کې د تیرې یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې د ایرسین تاتار د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو سره به نوې دوره پيل شي. شننونکي وايي چې په شمالي قبرس ترک جمهوریت کې د ماراش ښار چې د تیرو ۴۶ کلونو راهیسې تړلی وو خلاصیدل به د شمالي قبرس عواید دوه برابره لوړ کړي. همداشان دا اقدام به سویلي قبرس پر خلاف  د شمالي قبرس د ترکانو لاس لا پسې قوي کړي او په ختیځه مدیترانه کې به هم د ترکیې لاس لا پياوړی کړي.

 د صباح ورځپاڼې « د استانبول د ونډو بازار د ۸ میاشتو وروسته تر ټولو په لوړه کچه کې» د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د ګازو د کشف نه وروسته د استانبول د ونډو په بازار کې د ونډو بیه مخ په لوړیدو شوه. د ویلو ده چې د استانبول د ونډو په بازار کې بیې د اتو میاشتو نه وروسته تر ټولو لوړې کچې ته ورسیده.



اړوند خبرونه