د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

د خبرترك ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه كې د زيتون د څانګې د عملياتو په اړه ليكلي دي چې ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريكا متحدو ايالتونو ته د عملياتو د مودې په اړه ځواب وركړى دى.

895281
د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

 

د خبرترك ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه كې د زيتون د څانګې د عملياتو په اړه ليكلي دي چې ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريكا متحدو ايالتونو ته د عملياتو د مودې په اړه ځواب وركړى دى.  امريكايي چارواكو څرګنده كړې وه چې د زيتون د څانګې عمليات بايد د يوې معينې مودې لپاره محدود وي. اردوغان امريكايي چارواكو ته په ځواب كې وويل چې ``آيا په افغانستان كې ستاسې موده معينه وه؟ هغه څه وخت پاى ته رسيږي؟ موږ په ۲۰۰۲م كال كې اقتدار ته تر رسېدلو وړاندې تاسې عراق باندې يرغل كړى و. اوس هم هلته ياست، اوس سوريې ته ننوتي ياست. آيا د د معين وخت خبرې دي؟``

د وطن ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه كې ليكلي دي چې د ترهګرې ډلې ترمېنځ چې د عملياتو له امله يې وارخطا شوې ده، خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي دي.  ورځپاڼې ليكلي دي چې د عفرين په سيمه كې د زيتون د څانګې د  عملياتو د پيل سره سم  د پې كا كا/ واى پي جې د ترهګرې ډلې ترمېنځ خپلمنځي اختلافات رابرسېره شوي دي. د ترهګرې ډلې يو شمېر غړي پدې اند دي چې د عفرين سيمه بايد د بشار اسد رژيم ته وسپارل شي. د همدې امله په تېرو ۳ ورځو كې د بشار اسد د رژيم او ترهګرو ترمېنځ ۷ ځله ليدنې ترسره شوي دي. د بله پلوه د پې كا كا د ترهګرې ډلې يوه بله څانګه پدې اند ده چې عفرين بايد روسيې ته وسپارل شي. ويل كيږي چې روسيې تر اوسه پورې د دوى غوښتنه نه ده منلې ده. د  ترهګرو دريمه ډله بيا اصرار كوي چې له ښاره بايد ملكي وګړو ته اجازه ورنكړل شي.

د حریت ورځپاڼې  «  اتلان  په عفرین کې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  وویل چې د ترکیې پياده ځواکونه  تیره ورځ  د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو او ۵ دقیقو  د سوریې خاورې ته  داخل شول. لومړي  وزیر  ییلدرم  د زیتون د څانګې  تر نامه لاندې  د عسکري عملیاتو په اړه ډیر مهم معلومات د هیوادوالو سره  شریک کړل. لومړي وزیر وویل چې  ګمان کیږي چې په سیمه کې د ۸ نه تر لسو زرو تنو پورې ترهګر شتون ولري.  هغه وویل چې  په سوریه کې د ترکیې د وسله وال پوځ عملیات  د څلورو برخو نه  تشکیل شوي دي. دا عملیات به په څلورو پړاونو کې ترسره شي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « قومندانانو د سوریې د پولې نه لیدنه وکړه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لوی درستیز ستر جنرال خلوصي اکار په مشرۍ د هیواد د قوتونو قومندانانو  تیره ورځ  د سوریې د پولې نه لیدنه وکړه. قومندانانو  د سوریې په پوله کې  د زیتون څانګې په نامه عسکري عملیات  له نږدې نه کنټرول کړل. ورځپاڼې  لیکلي دي قومندانانو  د ترکیې د هتای په ولایت کې  په عملیاتو کې ګډون کوونکو سرتیرو ته  لیدنه وکړه. لوی درستیز  نوموړو سرتیرو ته په ټینګار سره وویل چې  په سیمه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي.



اړوند خبرونه