د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1847279
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

سټار ورځپاڼې "د ترکیې او سعودي عربستان ګډه اعلامیه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې  تورکیه ته راغلی وو، لیدنه وکړه. د دوه په دوه او هیئتانو ترمنځه د لیدنې نه  وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، پوځي، امنیتي او فرهنګي اړیکو په ګډون په دوه اړخیزو اړیکو کې د همکارۍ د نوي دور د پیل پر قوي هوډ ټینګار شوی دی.

 

حریت ورځپاڼې "التون: تورکیه ته باید د ترهګرۍ په اړه پوره قناعت ورکړ شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو  رئیس فخرالدین التون وویل: "په ناټو سازمان  کې د سویډن د غړیتوب  لپاره د شین څراغ روښانه کول پدې معنی دي چې موږ به ددې هیواد پر وړاندې د هر دول برید په صورت کې د سویډن د خلکو ساتنه وکړو.  دا چې مونږ د سویډن لپاره داسې یو ستر مسئولیت په غاړه اخلو، سویډن هم باید مونږ ته قناعت راکړي چې پدې هیواد کې ټولیدونکو پیسو سره په سوریه او عراق کې د تورکیې د اتباعو پر ضد استفاده نه کیږي. مونږ ته باید پوره قناعت راکړ شي چې په سوریه او عراق کې به د ترهګرو د پټنځایونو نه د سویډن ساخت وسلې نه راوځي . دا هیواد به د ترهګرو سره مرسته نه کوي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "د تورکیې او روسیې تر منځ مهمه غونډه : لومړنۍ مثبته پایله ترلاسه شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې او روسیې پوځي پلاوي له اوکراین څخه د غلو بار وړونکو کښتیو د وتلو لپاره د "سرې کرښې ډیپلوماسۍ" د یوې برخې په توګه په مسکو کې سره وکتل. دې غونډې خپله لومړنۍ مثبته نتیجه ورکړه، چې د تورکیې په وچو توکو بار  باروړونکې  بېړۍ له اوکراینه ووتله.

 

وطن ورځپاڼې  "په ترکیه کې د تحت البحري ازمایښټونو بڼسټ په فعالیت پيل وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د لومړني تحت البحري ازمایښتونو  زیربنا (DATA) په فعالیت پيل وکړ. د ازمایښتونو دا بڼسټ ، کولی شي د تحت البحري کښتیو  پرته د تحت البحري کښتیو  مهمات انډول او وازمایي. د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې  دا بڼسټ  به د مهمو مهماتو د پراختیا بهیر چټک کړي."

 

صباح  ورځپاڼې "ترکیه د کرنیزو محصولاتو په برخه کې په اروپا کې لومړی مقام لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

 

په استانبول کې د ترکیې-عرب د خوړو او خوراکي تکنالوژۍ په اتم نندارتون کې، د کرنې او ځنګلونو مرستیال وزیر ابوبکر  ګیزلي ګیدر وویل، "ترکیه د کرنیزو تولیداتو په برخه  کې په اروپا کې لومړی او په  نړۍ کې لسم ځای کې قرار لري."



اړوند خبرونه