د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1763608
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د صباح ورځپاڼې " د لویدیځو رسنیو اعتراف : یواځنۍ لار د ترکیې سره همکاري ده " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د بروکسل د ای یو اوسرور ورځپاڼې د ترکیې په اړه د اعتراف په څیر یوه مقاله خپره کړې ده . یادې شوې ورځپاڼې ( د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د جیوپولتیک همکاریو وخت ) د سرلیک لاندې په خپره کړې مقاله کې د ترکیې د جیوستراتیژیک پر اهمیت ټینګار کړی دی. پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې یواځنۍ لار د ترکیې سره همکاري ده.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " واشنګټن پوست ورځپاڼې د بیرقدار ټي بي‌ ۲ بې پیلوټه الوتکې په اړه په لومړي‌ مخ کې خبر خپور کړی دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د ترکیې ساخت پرمختللې بې پیلوته الوتکې بیرقدار ټي بي ۲ په اړه په خپل لومړي‌ مخ کې یوه لیکنه خپره کړې ده . پدې لیکنه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي‌ چې بیرقدار ټي بي ۲ بې پيلوټه الوتکې  د مروجو هوايي ځواکونو د بودیجې د یوې کوچنۍ برخې سره هیوادونو ته ډیر ستر پټ  او پياوړي‌  هوايي ځواک وړاندې کوي. پدې لیکنه کې د اوکراین د یو تن پوځي‌ متخصص له قوله لیکل شوي‌ دي‌ چې دا بیرقدار ټي بي‌ ۲ دښمن په واقعي‌ ډول سره چې د خپل اغیزو لاندې راولي او مورال يي ورته ضعیفه کوي. همداشان دې الوتکو مسکو حکومت هم  د جدي‌ اندیښنو سره مخامخ کړی دی.

 

د سټار ورځپاڼې " د ګاونډي هیواد لخوا د  ترکیې د ځايي‌ او ملي‌ موټر ټوګ ستاینه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ځايي او ملي‌ برښنايي موټر ټوګ چې د ټولې نړۍ پام ځانته رااړولی دی او د ټولو لخوا ستایل شوی دی داځل د ګاونډي‌ هیواد د یونان لخوا هم وستایل شو. د یونان رسنیو " ترکان د اروپا فتحه کولو ته چمتو دي  او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټوګ سره خپل خیال په حقیقت بدل کړ ، د سرلیکونو سره خبرونه خپاره کړي‌ دي.

 

د وطن ورځپاڼې " د ټکنوفسټ علمي‌ او ټکنالوژۍ باد  به  داځل په اذربایجان کې  ولګیږي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د نړۍ په کچه تر ټولو ستر د هوايي ، فضايي‌ او ټکنالوژۍ فیستیوال ټکنوفسټ پنځم د هیواد د پولو نه بهر په اذربایجان کې جوړیږي.

ټکنوفسټ سږنی فیستیوال به د مې د میاشتې د ۲۶ او ۲۹ مو نیټو ترمنځه په ورور هیواد اذربایجان کې جوړ شي.

 

د حریت ورځپاڼې " د ترکیې د لوبو سکتور د پام وړ وده " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، ترکیه د الکټرونیک او ټکنالوژیکو لوبو په سکټور کې د نړۍ د  ګوتو په شمیر د پرمختللو هیوادونو په کتار کې ځای لري. په ۲۰۲۱ کال کې په امریکا کې  د موبایل تر ټولو د ۱۰۰ مشهورو لوبو نه ۲۰ ترکي‌ لوبې انتخاب شوي‌ دي.



اړوند خبرونه