د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1762423
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د وطن ورځپاڼې " اردوغان : اروپايي ټولنه زمونږ ستراتیژیک لومړیتوب دی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلازمینه انقره کې د اروپايي‌ ټولنې د غړیو هیوادونو د سفیرانو سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې ددې په هیله چې اروپايي ټولنه په ۲۰۲۲ کال کې د ستراتیژیک ړوندتوب نه د ځان د ژغورولو سره د ترکیې سره  د اړیکو د ودې او پراختیا په برخه کې لا زړور ګامونه اوچت کړي. ترکیه د جغرافیوي، تاریخي‌ او بشري‌ پلوه تل د اروپا یوه مهمه پارچه ده. ترکیه د اروپايي ټولنې پوره غړیتوب هدف ته ژمن دی. ځکه چې اروپايي ټولنه زمونږ لپاره ستراتیژیک لومړیتوب دی.

 

د خبرترک ورځپاڼې " ترکیې خپل لومړنۍ کوچنۍ سپوږمه کۍ فضا ته وتوغوله "

د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د بولنت ایجیویت د پوهنتون د محصلینو لخوا جوړه شوې لومړنۍ جیبي Grizu-263A  په نامه کوچنۍ سپوږمه د امریکا  د کیپ کاناورال فضايي هډې نه  د سپیس ایکس فالکون ۹ فضايي توغندي‌ سره فضا ته وتوغول شوه. د ویلو ده چې توغول شوي‌ سپوږمه کۍ نه سیګنال ترلاسه شوی دی.

 

د صباح ورځپاڼې " د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا د Hello Türkiye کمپاین " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست په ملي او نړۍواله کچه د هیواد نوم  په ترکي بڼې تورکیه د عام کولو په خاطر  د Hello Türkiye  په نامه یو کمپاین پيل کړی دی.

 

د سټار ورځپاڼې " د الماني‌ رسینو لخوا د ترکیې د لومړي‌ ځايي او ملي‌ برښنايي موټر ستاینه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د جرمني‌ رسنیو د ترکیې ځايي او ملي موټر ټوګ په اړه یو ډیره مهمه مقاله خپره کړې ده.

پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې د ترکیې لومړنی ځايي‌ او ملي موټر ټوګ د نوې پيړۍ سمبول دی. په مقاله کې لیکلي‌ دي‌ چې دا ټول د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د هلو ځلو نتیجه ده. ځکه چې هغه د هیواد د ځايي‌ او ملي‌ موټر په برخه کې ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي‌ دي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " د نړۍ  لومړنۍ څو روله بې پیلوته الوتکه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د پوځي‌ او دفاعي‌ صنایع په برخه کې نشرات کوونکي‌ د اوریکس بلاګ د ترکیې د دفاعي‌ صنایع د لس کلنو پرمختګونو او بریالیتوبونو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده . پدې مقاله کې تر ټولو زیات د ترکیې د اقنجي‌ بیرقدار بې پيلوټه الوتکې نه ستاینه شوې ده . په مقاله کې راغلي‌ دي چې دا بې پيلوټه الوتکه د نړۍ لومړۍ څو روله بې پيلوټه الوتکه ده.

په مقاله کې راغلي‌ دي‌ چې ترکیې د نوو مهماتو د جوړولو سره خپل پوځي‌ طاقت او قوټ لا پسې پياوړی کړی دی.



اړوند خبرونه