د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1762020
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حریت ورځپاڼې " د حورجیټ الوتکو په نورمالو تولیداتو پيل وشو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د دفاعي صنایع د اجراییوي شورا غونډه پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه. پدې غونډه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو او امنیتي ارګانونو لخوا استفاده کیدونکي ځايي او ملي سیستمونو د لا ودې او پراختیا په مسئلې او یو زیات شمیر نورو مهمو مسئلو خبرې وشوې. همداشان پدې غونډه کې د ترکیې د ځايي او ملي سپکې تعرضي او تعلیمي الوتکې حور جیټ چې راتلوونکي کال کې به په الوتنو پیل وکړي د نورمالو تولیداتو د پیلولو پریکړه وشوه.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " ترکیې د ختيځې مدیترانې موازنه بدله کړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ختیځې مدیترانې د انرژۍ په اړه د یونان ناسم سیاستونه او پلانونه  چې د سیمې انرژي امنیت يي د جدي ګواښ سره مخامخ کړی وو د ترکیې د قوي مخالفت او عزم له برکته یو یو په سیند کې لاهو کیږي. امریکا متحده ایالتونو د ایست مډ د نللیکې د پروژې نه چې پدې پروژه  نه اعلان کړي ملاتړ نه لاس واخیست. د ویلو ده چې پدې پروژه کې د ترکيې پر موجودیت سترګې پټوې شوې وې. ددې سره سم د فرانسې د ټوټال او امریکا د ایکسون موبایل د نفتو شرکتونو د ګیریت په ټاپو کې د انرژۍ د پلټون چارې او فعالیتونه ودرول.

 

د وطن ورځپاڼې " د روغتیا وزیر کوجا : د ترکو واک واکسین کیدای شي چې په ډیره ډاډمنده توګه وکارو" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په ترکیه کې جوړ شوی د کرونا ضد ځايي او ملي واکسین ترکو واک د کرونا ویروس پر خلاف د چین د واکسین سینوواک نه لا زیات اغیزمن دی.

هغه وویل چې د ترکو واک واکسین د روغتیا د نړۍوال سازمان ټول معیارونه پوره کړي دي. د همدې امله کولی شو چې ترکو واک واکسین پرته د هر ډول اندیښنې په ډیره ډاډمنده توګه وکارو.

 

د سټار ورځپاڼې " مراکش د خپلو جنګي بیړیو د بدلولو په برخه کې  ترکیې سره په تفاهم ورسید " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د مراکش رسنیو لیکلي دي چې دا هیواد شاهي سمندري ځواکونو لپاره د ۷ ګړندیو تعرضي کښتیو او جنګي کښتۍ د اخیستو په خاطر د ترکیې سره په تفاهم رسیدلي دي. په خبر کې راغلي دي چې پدې اړه مذاکرات چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شوي وو نهايي شوي دي. مراکش به د ۲۲۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د ترکیې نه دا کښتۍ وپیري.

همداشان ترکیه به مراکش ته ددې کښتیو تسلیماتو چارې د ۲۰۲۲ کال په دویمه ربع کې پیل کړي. په خبر کې راغلي دي چې مراکش د ترکیې د دفاعي صنایع لپاره چې په ډیره چټکه توګه د ودې په حال کې دی یو ډیر ستر بازار دی.

 

د صباح ورځپاڼې "  ترکش ایرلاینز په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای لري " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ په ۲۰۲۱ کال کې یو زیات شمیر نړۍوالو هوايي شرکتونو باندې ډیر بدې او ناوړه اغیزې کړي او د جدي مالي زیانونو سره مخامخ کړي دي. همداشان په یو زیات  شمیر هوايي شرکتونو خپل افلاس اعلان کړ او ځیني بیا د دولتونو په مالي مرسته په خپو ولاړ دي. خو د ترکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز بیا پدې موده کې بحران په فرصت تبدیل کړ او د خپلو الوتنو نقطې لا پسې ډیرې کړې. لا يي وده وکړه او په اروپا کې تر ټولو نه ډیرو نقطو ته د الوتنو د ترسره کولو په برخه کې لومړی مقام خپل کړ.



اړوند خبرونه