د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي‌

د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي‌

1741931
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي‌

 

د خبرترک ورځپاڼې  " د اقتصاد په اړه نوې ستراتیژي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیې د اقتصاد په برخه کې نوې ستراتیژي‌ غوره کړې ده . د دینه وروسته به په هیواد کې لوړ بانکي‌ سود پر ځای تولیداتو او صادراتو ته لومړیتوب ورکړ شي. نن ورځ د چا خبره ترکیه په نړۍ کې یواځنی هیواد دی چې پدې پیمانه اقتصادي‌ وده کوي‌ چې دا ټول ددې نوې ستراتیژۍ او بدلون برکت دی. ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې ۲۰۲۱ کال اقتصادي‌ وده به انشاالله چې د دوه خانه يي ودې سره پایته ورسو.

 

د حریت ورځپاڼې " د روغتیا وزیر : د پراخې وبا ناروغۍ په پای کې به د ویروس د نوو ډولونو د ضعیفو بڼو سره مخامخ شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې ویروسونه هم د ګریپ د لامل انفولوانزا په څیر د وخت سره بدلون مومي. لکه څرنګه چې مونږ د ویروس پر خلاف مبارزه کوو په همدې شان ویروس هم د ژوندي‌ پاتې کیدو په خاطر مبارزه کوي. د نوي‌ ډول کرونا ویروس نوې بڼې البته چې د اندیښنې وړ خبره ده خو د ددې پراخې وبا ناروغۍ په پای کې به د لا ضعیفو نوو بڼو سره مخامخ شو. هغه یو ځل بیا د واکسین پر اهمیت ټینګار وکړ.

 

د ینې شفق ورځپاڼې " ترکیې لخوا جوړ شوی د کرونا ویروس واکسین په وروستۍ مرحله کې قرار لري " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د ترکیې لخوا جوړ شوی د کرونا ویروس واکسین ترکو واک چې د عاجلې استفادې په خاطر د اجازې لپاره مراجعه کړې ده د تولیداتو لپاره يي د دوو فابریکو چارې بشپړې شوي‌ دي. دا واکسین چې د اجازې لپاره د ترکیې د درملو او طبي‌ ماشین الاتو ادارې ته استول شوی دی تمه کیږي‌ چې د روانې میاشتې تر نیمايي اجازه ترلاسه کړي. واکسین د اجازې د ترلاسه کولو نه وروسته د وروستي‌ ځل لپاره د ۱۴ ورځو لپاره یو بل ازمایښت نه تیریږي.

 

د سټار ورځپاڼې " پولنډ : د ترکیې نه د په وسلو سمبال ډرون الوتکو رانیولو تړون زمونږ لپاره ځانګړې اهمیت لري " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د پولنډ ولسمشر وویل چې د ترکیې نه د په وسلو سمبال ډرون الوتکو پیریدو تړون د پولنډ لپاره ځانګړی اهمیت لري. هغه وویل چې د ترکیې سره موجودې ښې اړیکې به په امنیتي‌ برخو کې د اوچتیدونکو نورو مهمو ګامونو سره لا پسې پياوړې او قوي‌ کړو.

 

د صباح ورځپاڼې " ملګري‌ ملتونه به خپل نړۍوال عملیات د ترکیې نه پرمخ یوسي‌ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ملګروملتونو سازمان د بشري‌ ناورینونو د مداخلې مرکز په ترکیه کې د دفتر د پرانیستو په اړه تړون لاسلیک کړ. یاد شوی دفتر په پام کې لري‌ چې ددینه وروسته د خپلو نړۍوالو عملیاتو مرکز د جینیوا نه استانبول ته رانتقال کړي. پدې ډول به د سوریې په ګډون د نړۍ په هغه سیمو کې چې بشري‌ ناورینونه دوام لري‌ لا په اسانه او چټکه توګه د مداخلې ظرفیت ترلاسه کړي.



اړوند خبرونه